جواد ظریف: نه مونږ نورو او نه نور مونږ ته د جګړې کوم خیال لري
د ايران د بهرنيو چارو وزير وايي، په دې باور نه دى چې په سيمه کې دې کومه جګړه پيل شي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف وايي، فکر نه کوي چې په سيمه کې دې کومه جګړه پيل شي، ځکه تهران کومه شخړه نه غواړي.
د ايرنا دولتي خبري اژانس په حواله ښاغلي ظريف د شنبې په ورځ ويلي چې هېڅ هېواد د ايران په وړاندې د مقابلې خيال نه لري.
په وروستيو ورځو کې د امريکا او ايران ترمنځ د باالقوه شخړې په اړه اندېښنې اوج ته رسېدلې دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تېره اوونۍ د عراق په پلازمېنه بغداد کې د امريکا له سفارت او په اربيل ښار کې له قونسلګرۍ څخه خپل ځيني کارکوونکي وايستل.
د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف چين ته د خپل سفر په پاى کې وويل:
"کومه جګړه به ونه شي، نه هم موږ جګړه غواړو، نور هم دا نظر او خيال نه لري چې په سيمه کې دې د ايران په وړاندې مقابله وکړاى شي."
مخکې تر دې چې ښاغلى ظريف د جمعې په ورځ چين ته لاړ شي، جاپان او ترکمنستان ته هم تللى و.
په سيمه کې د کړکېچ په دوام، په خليج کې د سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو د تېلو پر ټانکرونو حملې وشوې.
سعودي عربستان ويلي، تېره يکشنبه يې د تېلو دوه ټانکرونه په نښه شوي دي.
رياض د ګاونډي هېواد متحده عرب اماراتو ساحل ته څېرمه دا شوې پېښه د سبوتاژ حمله بللې ده.
تر دې مخکې د متحده عرب اماراتو د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو چې د قلمرو اوبو ته نږدې يې د "سبوتاژوونکو عملياتو" په لړ کې پر څلورو تجارتي کښتيو حمله شوې ده.
په دې پېښه کې هم چا ته مرګ ژوبله نه وه اوښتې.
د امريکا متحدو ايالتونو هم تېره دوشنبه دغه پېښې سبوتاژوونکي اقدامات بللي وو.