د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۱

سرخط: د طالبانو له سولې امریکا هم ستړې ښکاري


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د افغانستان د سولې پروسې او د ولسي جرګې د اداري پلاوي د انتخاباتو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپانې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې چې له طالبانو سره د امریکا د سولې کړنلاره ترکومه بریالۍ کېدای شي؟

لیکوال خپلې پوښتنې ته په ځواب کې لیکي، امریکا له طالبانو سره په روانو خبرو کې د افغانستان له اوږد مهالې جګړې نه شي وتلی، غوره دا ده چې د افغان حکومت او افغان ملت له پلان سره سم د سولې خبرې پيل شي.

لیکوال وړاندیز کوي، له دې سره په خوا کې دې د ترهګرۍ ځالې په نښه شي، د سرمقاله د لیکونکي په باور له دې پرته د سولې هڅې ناکامې دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې چې ایا د سولې هیلې په مړاوي کېدو دي؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې د انتخاباتو او د سولې د پروسې په باب د واشنګټن د چارواکو نظرونه یو نه دي، کله وايي چې سوله به وړاندې وشي، کله وايي چې سوله اوږده پروسه ده او انتخابات باید په خپل وخت شي.

د سرمقالې د لیکونکي په باور، د امریکا او نړیوالې ټولنې دغه مبهم دریځ او له دواړو لوریو د جګړې تندوالی داسې ښيي چې د افغان ولس د ستر ارمان (سولې) په مخکې لا لوړ غرونه ولاړ دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، د طالبانو له سولې امریکا هم ستړې ښکاري.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ تر شپږم پړاو خبرو اترو وروسته داسې ښکاري چې امریکا له طالبانو سره له تکراري خبرو اترو ستړې شوې او نور نه غواړي چې د تېر په څېر خپل ټول تمرکز پر دغه پروسه وکړي.

په سرمقاله کې یادونه شوې چې تازه د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې د افغان سولې پروسې په جریان کې د طالبانو استازو ته د هغو ناستو لګښت نه ورکوي چې په وینا یې، په هغو غونډو کې چې افغان حکومت او افغان مېرمنو ګډون نه وي کړی.

مدنیت:

مدنیت ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې د ولسي جرګې د رئیس انتخاب یوه سخته ازموینه ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که چېرې د ولسي جرګې غړي ونه توانېږي چې له دې ازموینې بریالي راووځي، نو په خبره یې چې ولسي جرګه به یو ځل بیا د رهنمای معامعلات په دفتر بدله شي.

اصلاح:

بل خوا اصلاح دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې سپارښتنه کړې چې په ولسي جرګه کې د ملي وحدت د پياوړي کولو اړتیا ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، افغانان په داسې شرایطو کې قرار لري چې په ټولنه کې د ملي یووالي ساتنه له واجباتو څخه ګڼل کېږي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې دغه یووالی باید د خلکو استازي لا پیاوړی کړي او هغه چاته اجازه ورنه کړي چې ملي یووالي ته زیان رسوي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپانې لیکلي، د ولسي جرګې اداري پلاوی باید باسواده او له تعصبه پاک وي.

XS
SM
MD
LG