د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۵

د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د ثنا اعجاز په ملاتړ مظاهره وکړه


د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه غړې ثنا اعجاز
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه غړې ثنا اعجاز

په پېښور کې پرون د مې په ۱۷مه د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د ثنا اعجاز د ملاتړ لپاره احتجاجي مظاهره وکړه.

د پاکستان د پښتنو په سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه غړې ثنا اعجاز وايي چې د مرګ ګواښ ورته شوی دی.

ثنا اعجاز پرون ازادي راډیو ته وویل چې دا د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې د انساني او بشري حقونو لپاره مبارزه کوي او د پاکستان حکومت باید د دې سر او مال په امن کې وساتي.

ثنا اعجاز وویل:

"زما په ژوند کې تر اوسه چا پر ما توپانچه نه ده را ایستلې، مخکې تش ګواښونه را کول کېدل، خو د مې په ۱۱مه په ټکسي کې ناسته وم، یوه سړي توپانچه راته ونیوه او راته ویې ویل چې دا اخر ګواښ دی."

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د منظور پشتین په مشرۍ د ۲۰۱۸ میلادي کال د فبرورۍ له میاشتې پیل شوی دی.

ارشیف، په کراچۍ ښار کې د د پښتون ژغورنې د غورځنګ د یوې جلسې انځور چې د دغه غورځنګ مشر منظور پشتین ورته وینا کوي
ارشیف، په کراچۍ ښار کې د د پښتون ژغورنې د غورځنګ د یوې جلسې انځور چې د دغه غورځنګ مشر منظور پشتین ورته وینا کوي

دا حرکت په پاکستان کې د پښتنو د قانوني حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه کوي.

د دې حرکت د یو شمېر نورو مشرانو په څېر ثنا اعجاز د پولیسو له تحقیقاتو سره مخامخ شوې، مختلف تورونه ورباندې لګول شوي او له پاکستانه د سفر کولو تر بندیز لاندې ده.

د پاکستان پوځ مکرراً د دې حرکت پر مشرانو انتقاد کړی او په ځینو مواردو کې یې تور پرې پورې کړی چې د بهرنیو قدرتونو لپاره کار کوي.

ثنا اعجاز پرون ازادي راډیو ته وویل چې دا وار د ورته شوي تهدید په اړه پولیسو ته تللې او خپل شکایت لیک یې ثبت کړی دی.

خو د پېښور د پولیسو یوه چارواکي ظهور افریدي ازادي راډیو ته وویل چې پولیس لا د هغې شکایت څېړي او رسمي شکایت لیک یې نه دی ثبت شوی.

ثنا اعجاز په دېرشو کلونو اوښتې ده.

هغه وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ ته تر ور ګډېدو وروسته د پاکستان په دولتي ټلوېزیون کې له کاره وایستل شوه.

د پاکستان نېشنل عوامي ګوند هم هغه د ځوانانو له څانګې څنډې ته کړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د ثنا اعجاز د امنیت لپاره پر ټولنیزو رسنیو کمپاین پیل کړی دی.

د دې حرکت بلې مخکښې ښځې وړانګې لوڼۍ ویلي:

ارشیف، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه غړې وړانګه لوڼۍ
ارشیف، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه غړې وړانګه لوڼۍ

"موږ باید د دې حرکت ټولو مشرانو ته متوجې ګواښونه په عام محضر کې ښکاره کړو."

د ټولنیزو رسنیو پر سایټونو د (ثنا ته ګواښونه مه کوئ) (#StopThreateningSannaEjaz) هش ټګ چلېږي.

سل هاوو کسانو ثنا اعجاز ته د شوي تهدید پر ضد پیغامونه خپاره کړي دي.

د پاکستان صوبايي او مرکزي حکومتونو تر اوسه رسماً پر دې مسئله خبرې نه دي کړې.

XS
SM
MD
LG