د کابل د نن ورځې چاپ شویو ورځپاڼو د افغان سولې پروسې او د قطر د شپږم پړاو خبرو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
مسیر:
مسیر خپلواکې ورځپاڼې د سولې خبرې له کوم جدي خنډ سره مخ شوې دي؟ په عنوان په سرمقاله کې لیکلي دي چې په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي له شپږم پړاو خبرو وروسته اوس داسې ښکاري چې دا خبرې بې پایلې وې.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې که څه هم د دغه پړاو خبرو ته ډېره تمه وه او ویل کېدل چې په دې خبرو کې به ډېر پرمختګونه وشي، خو د دواړو اړخونو له څرګندونو داسې ښکاري چې د قطر د شپږم پړاو خبرې ډېرې ښې نه وې.
د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې، د قطر تر شپږم پړاو خبرو وړاندې باید بین الافغاني خبرې اترې شوې وای، خو د غونډې د ګډون والو په سر د اختلاف له امله دا غونډه ونه وشوه.
د سرمقالې لیکوال لیکي، په دې غونډه کې امریکا غوښتل چې د طالبانو د دریځ خلاف دغه ډله له حکومتي پلاوي سره مخ کړي، خو طالبانو مقاومت وکړ او پایله يې دا شوه چې د قطر بین الافغاني غونډه ونه شوه.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې د قطر د شپږم پړاو په خبرو کې امریکايي پلاوي تر ډېره په اوربند او بین الافغاني خبرو اترو ټینګار کاوه، خو طالبان پر خپل پخواني دریځ ولاړ وو.
سرمقاله لیکونکي د زلمي خلیلزاد له قوله لیکلي دي چې که طالبان د اوربند او بین الافغاني خبرو اترو غوښتنه ونه مني، نو ستونزه نه حل کېږي چې همدې مسئلې د قطر په خبرو هم ژور سیوری غوړولی و.
سرمقاله لیکونکي طالبانو ته د نږدې سرچینو له قوله لیکلي دي چې زلمی خلیلزاد بار بار په خبرو کې خپل دریځ بدلوي او د مهمو مسایلو پر ځای په کم ارزښته او فرعي موضوعاتو بحث کوي چې له همدې امله طالبان احساس کوي چې امریکا نه غواړي چې په رښتیني ډول سوله وکړي.
د سرمقالې لیکوال وېره څرګندوي او لیکي چې د طالبانو بې باورۍ او د امریکا دې فکر ته چې طالبان له خپل دریځه نه شي اړولی، په کتو ویل کېدای شي چې که طالبان په خپل دریځ کې نرمښت رانه ولي او امریکا په دې برخه کې رښتینی او ثابت دریځ غوره نه کړي، نو ډېره وېره شته چې د سولې دا خبرې له ناکامۍ سره مخ شي.
دنیا:
دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا موضوع ته په اشارې سره د یو شمېر پخوانیو طالب چارواکو له قوله لیکلي دي چې د قطر له اووم پړاو خبرو وړاندې شاید بین الافغاني خبرې پیل شي.
د دې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي دي چې د دې چارې لپاره عملاً هڅې هم پیل شوي دي.
د سرمقالې لیکوال د اجرائیه ریاست له قوله لیکلي دي چې د مذاکره کوونکي پلاوي د ټاکلو هڅې هم پیل شوي او یو مناسب پلاوی به واستول شي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې طالبان د سولې هېڅ واک او اختیار نه لري.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې د طالبانو او القاعده په ګډون د پاکستان له لوري دوه اویا روزل شوي ترورېستي ډلې چې تل یې په افغانستان کې جګړه کړې او بې دفاع خلک يې وژلي دي، د افغان سولې د لارې ستر خنډ دي.
په سرمقاله کې وړاندې د پاکستان د صدارعظم عمران خان له قوله لیکل شوي دي چې د دغو وسله والو ډلو د غړو شمېر ان پنځه ویشت میلیونو تنو او د روزنځایونو او مرکزونو شمېر يې ۳۲ زرو ته رسېږي چې د سرمقالې د لیکوال په خبره، هر وخت يې په افغانستان کې د پاکستان د ګټو لپاره جګړه مخته وړې ده.
د سرمقالې لیکوال غوښتنه کړې چې امریکا دې تر هر څه وړاندې د افغان سولې د بریالیتوب په هدف پاکستان په نښه کړي، تر څو په افغانستان کې د سولې ډیوه په بلېدو شي.