د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي دي چې په دې هېواد کې له روانو اقتصادي ستونزو سره د مقابلې لپاره باید د سیاسي ډلو ترمنځ یووالی راشي.
ولسمشر حسن روحاني وویل چې د ایران د دښمنانو له خوا دا فشار د اسلامي انقلاب په تاریخ کې بې ساری دی.
د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې ښاغلي روحاني د بېلابېلو سیاسي ډلو فعالانو ته په وینا کې همداراز وویل، نشي ویلای چې اوسني شرایط د ۱۹۸۰ او ۱۹۸۸ کلونو ترمنځ د ایران او عراق د جګړې تر کلونو ښه دي که بد، خو ده زیاته کړه چې هغه مهال ایران په بانکونو، د تېلو د خرڅلاو او د وارداتو او صادراتو په برخو کې ستونزې نه لرلې او یوازې د وسلو په رانیولو کې له بندیزونو سره مخامخ و.
خو روحاني په عین حال کې وویل چې دی له دې ټولو ستونزو سره سره ناهیلی نه دی، راتلونکي ته ډېر هیله مند دی او باور لري چې که د سیاسي ډلو ترمنځ یووالی راشي نو دا سخت شرایط به په اسانه تېر شي.
په ایران کې اقتصادي بحران په تېر یوه کال کې تر ډېره وروسته له هغه پراخ شو چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران له اټمي موافقې د امریکا وتل اعلان کړل او هغه بندیزونه یې بیا ولګول چې د اټمي موافقې له لاسلیک وروسته لغوه شوي وو.
د ایران د تېلو او وسپنې پر صادراتو د بندیزونو هدف دا دی چې پر دې هېواد فشارونه زیات شي او د هغو اقداماتو بندولو ته اړ وځي چې واشنګټن یې ورانکار فعالیتونه بولي.
متحدایالات وايي، ایران د اټمي وسلو د جوړولو هڅه کوي او په سیمه کې د ترورېستي ډلو ملاتړ کوي خو تهران دا تورونه ردوي.
د امریکا د بندیزونو په نتیجه کې په ایران کې د پیسو پاړسوب یا انفلاسیون خورا زیات شوی، د خوراکي مواد بیې ډېرې لوړې شوي او حتی څو ځلې د خصوصي او دولتي ادارو کارکوونکي د مظاهرو لپاره واټونو ته راووتل څو د کار د شرایطو، د تنخواګانو په ترلاسه کولو کې د اوږده ځنډ او حتی کله ناکله نه ترلاسه کولو پر وړاندې اعتراض وکړي.
روحاني له یوې خوا د افراطي مشرانو له انتقادونو سره مخامخ دی او له بلې خوا خپلو منځلارو متحدانو لاس ترې اخیستی دی.
په همدې حال کې امریکا په خلیج او منځني ختیځ سیمو کې د خپل پوځي حضور د پیاوړي کولو په حال کې ده څو د هغه څه په وړاندې چې واشنګټن یې د ایران زیاتېدونکی ګواښ بولي، مقابله وکړي.
پنټاګون د جمعې په ورځ وویل د USS Arlington په نوم یوه بله جنګي بېړۍ سیمې ته استوي څو د ابراهام لینکن په نوم له مخکنۍ بېړۍ سره یوځای شي او همداراز څو B-52 بم غورځوونکې الوتکې یې هم سیمې ته استولې دي.
متحدایالات د استخباراتي معلوماتو پربنسټ وایي چې ایران په سیمه کې د حملو پلان لري.
د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ایران ته خبرداری ورکړی چې که د امریکا او د امریکا پر متحدانو حمله وکړي، نو په ځپونکي ځواک به وځپل شي.