د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۱

د ولسي جرګې کړکېچن برخلیک او د سرخط ورځپاڼې تبصره


د سرخط ورځپاڼې لوګور
د سرخط ورځپاڼې لوګور

د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې پروسې، د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو ځنډېدو او د خبریالې مینې منګل د وژل کېدو په تړاو یو شمېر لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، په افغانستان کې د سولې هلې ځلې او د دښمن بریدونه.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د افغان ملت له مکررې غوښتنې او د حکومت او امریکا له هلو ځلو سره-سره نه طالب ډله سوله کوي او نه هم د اوربند وړاندیز مني.

د سرمقالې د لیکوال په باور، د حکومت له وروستیو هلو ځلو سره سره لا هم د سولې پروسه هېڅ نتیجه نه‌ده ورکړې او په وینایې حکومت باید د سولې لپاره پر نورو لارو چارو عمل وکړي.

د ورځپاڼې د لیکوال په اند پاکستان په افغانستان کې سوله نه غواړي، روسیه هم په‌دې کې ورسره یو لاس ده او ایران بیا په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړېوالې ټولنې له شتون سره مخالفت کوي او په جګړه کې خپلې ګټې ګوري.

د ورځپاڼې لیکوال وړاندیز کوي، په‌داسې حالاتو کې حکومت ته اړتیا ده، څو له پاکستان سره پر چلند او اړېکو له سره کتنه وکړې، ښه او غوره دا ده چې له پاکستان سره ټولې اړیکې پرې شي او پرمخ یې منځنۍ اسیا ته سوداګریزه لاره وتړل شي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقاله کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار خبرو ته په اشارې ويلي چې که امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، نو حکومت به رانسکور شي چې د دغه حالت پړه یوازې پر اوسني حکومت او په ټوله کې پر افغانانو نه‌ده، بلکې امریکا هم مسؤله ده.

د ورځپاڼې د لیکوال په باور، له دغه ژور ناورینه د وتلو یوازینۍ لار همدغه ده چې زموږ سیاسي او ملي مشران یو بل ته لاس ورکړي او که‌نه هر یو به د پریدو په لومو کې ښکېل او ولس به د پردۍ جګړې په اور کې لولپه پروت وي.

  • اصلاح

اصلاح دولتي ورځپاڼې په لومړي مخ کې د خبریالې او د ولسي جرګې د فرهنګي سلاکارې مینې منګل د وژل کېدو په تړاو لیکنه کړې.

ورځپاڼې لیکلي:

د خلکو ښمنانو یو ځل بیا د بشري او اسلامي ضد جنایت په ترسره کولو سره یوه ځوانه نجلۍ ووژله او د هغې په کورنۍ کې یې د روژه ماتې دسترخوان پرځای غم ټغر وغوړاوه.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي، د هېواد امنیتي او دفاعي بنسټونه باید د دې پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې هم همدې پېښې په تړاو لیکلي چې تر دې مهاله د مینې منګل د ترور انګېزه معلومه نه‌ده، خو ویل کېږي چې هغه د کورني تاوتریخوالي قرباني شوې ده.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي، مینې منګل ته تر دې مخکې هم د ناڅرګندو کسانو له‌خوا پر ټیلیفون ګواښونه کېدل.

  • ماندګار

ماندګار خپلواکې ورځپاڼې هم په کابل کې د افغان خبریالې او د ولسي جرګې د سلاکارې مینې منګل د وژل کېدو موضوع یاده کړې ده او د کابل د پولیسو په حواله يې ویلي چې د دې پېښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د ولسي جرګې کړکېچن برخلیک په اړه لیکنه کړې ده.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي، سره له دې چې د ولسي جرګې له ټاکنو شاوخوا ۷ میاشتي تیریږي، خو لا هم ټاکنیزو کمېسیونونو د کابل د ولسي جرګې وروستۍ پایلې نه‌دي اعلان کړې او په غزني کې خو لا هېڅ ټاکنې نه‌دي شوي.

ورځپاڼې وړاندې وړاندیز کړی چې ټاکنیز کمېسیونونه باید ژر تر ژره د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي او د ټاکنو او د هغه د پایلو ارزولو دا اوږده، ستړې کوونکې او له فساده ډکه پروسه پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG