د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۱

ویسا: په قطر کې تودې خبرې او په هېواد کې بمبارۍ او وحشتونه!


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په قطر کې د افغان سولې مذاکراتو او په روژه کې د جګړې او اوربند په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې په سرمقاله کې د قطر د ناستې د نا محسوسه پرمختګ په اړه لیکنه کړې.

د سرمقالې لیکوال لیکي، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکراتو کې که څه هم د پرمختګونو خبره شوې، خو په وینا یې، تراوسه پورې د طالبانو په دریځ کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی او امریکا هم ظاهراً له افغانستانه د وتلو نیت نه لري.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، تر هغه چې بین الافغاني خبرې اترې پیل نه شي او افغانان خپلو کې سره تفاهم ته ونه رسېږي، دا ډول ناستې به مطلوبه نتیحه ونه لري.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي، د سولې شپږم دور خبرې په داسې حال کې پای ته ورسېدلې چې خپله د امریکا د بهرینو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې له سوکه پرمختګه نا رضایتي څرګنده کړې.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، خلیلزاد په داسې حال کې د افغان سولې د خبرو له ورو پرمختګه ناراضه دی چې د دې ستونزې ترڅنګ د دغه بهیر په وړاندې ګڼې نورې ننګونې هم پرتې دي او په کور دننه او بهر د دغه بهیر د نا کامېدو هڅې په خورا سرعت سره روانې دي.

خو د سرمقالې د لیکوال په وینا، اوس پوښتنه دا پورته کېږي چې د سولې د خبرو د سوکه توب اصلي لامل څوک دی، طالبان که افغان حکومت؟ ځکه دلته توپیر ډېر زیات دی، یعنې طالبان په خبرو کې سوکه مخته ځي، خو افغان حکومت بیا په تمامه معنا د دغه بهیر مخالف دی او د درېدو هڅه یې کوي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، طالبان د سولې واک نه لري، نورې لارې دې ولټول شي!

وړاندې په سرمقاله کې د کابل د چهارشنبې د ورځې خونړۍ حملې ته په اشارې لیکل شوي چې د قطر شپږم پړاو خبرو ۹ ورځې له جګړې او بریدونو سره سم دوام وکړ، نو د امریکا په مشرۍ له نړېوالې ټولنې سره باید په زغرده خبرې وشي چې په طالبانو فشار راوړي او له طالب ډلې سره داسې خبرې ونه کړي چې هغوی ته امتیاز په کې ومنل شي، ځکه هغوی هېڅ ډول اوربند او سولې ته ژمن نه دي.

د سرمقالې د لیکوال په وینا، امریکا باید د طالب ډلې پرځای د طالب او ترهګرو لورو چې پاکستان، ایران، روسیه او د پردې تر شا انګلستان دی، په افغانستان کې د سولې خبرې پیل کړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په سرمقاله کې د اوربند مسئلې ته اشاره کړې.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، وروستیو بریدونو ته په کتو د قطر په مذاکراتو کې د امریکايي لوري مهم شرط باید دا وي چې طالبان اوربند ته غاړه کېږي.

د لیکوال په باور، ترهغه چې په طالبانو او د دوی په ملاتړو فشارونه زیات نه شي، دغه ډله اوربند ته غاړه نه ږدي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپانې د سرمقالې عنوان دی، په قطر کې تودې خبرې، په هېواد کې بمبارۍ او وحشتونه؟!

د سرمقالې لېکوال لیکي، د افغانستان د جګړې د دوام په تړاو د امریکايي استازو متناقضو څرګندونو ته په پام او دې ته په پام چې داعش ډله یو ځل بیا د هېواد په یو شمېر برخو کې پاوړې کېږي او ان په ځينو سیمو کې ویل کېږي چې طالبانو له داعش سره ملګرتیا پیل کړې او نور د سپین بیرغ پرځای د تور بیرغ لاندې فعالیت کوي.

د سرمقالې د لیکوال په اند، دغو ټکو ته په کتو ویلای شو چې که په لنډ وخت کې د قطر د سولې پروسه چټکه نه شي او د بین الافغاني تفاهم پروسه ګړندۍ نه شي، د سولې روان بهېر به مثبتې پایلې ونه لري.

XS
SM
MD
LG