د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ګارد وايي، تهران به هېڅ کله له امریکا سره خبرې ونه کړي.
ایراني لوري دا خبرې د امریکا د جمهور رئیس د وروستیو څرګندونو په اړه په غبرګون کې کړي دي.
د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ د زیاتېدو په حال کې دي.
د ایران د دې پیاوړي ځواک مرستیال مشر یدالله جواني پرون د مې په لسمه ویلي، له امریکا سره به هېڅ ډول مذاکرې ونه شي.
د جواني دا خبرې د ایران خبري اژانس تسنیم خپرې کړي دي.
جواني همدا راز ادعا کړې چې متحده ایالات به هېڅ کله د ایران پر ضد د پوځي اقدام جرات ونه کړي.
تر دې یوه ورځ وړاندې د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې ایراني چارواکي دي ټيليفون ورته وکړي.
ټرمپ د ایران پرضد د پوځي اقدام امکان هم رد نه کړ.
خو ويې ویل چې له ایراني لوري سره خبرو ته تیار دی.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل:
"هغوی باید زنګ را ووهي او که داسې وکړي موږ خبرو ته تیار یوو، موږ هېڅ پټه خبره نه لرو."
ډونالد ټرمپ تقریباً یو کال مخکې له ایران سره د نړیوالو قدرتونو له اټمي موافقې ووت.
له هغه راهیسې د تهران او واشنګټن په اړیکو کې کړکېچ زیات شوی دی.
د امنیت شورا پنځو دایمي غړو او جرمني په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له ایران سره د اټمي فعالیتونو په اړه د جوړ جاړي موافقه وکړه.
د موافقې پر اساس به ایران د خپلو اټمي پروګرامونو فعالیت محدوداوه او نړیوالو به پر ایران بندیزونه کمول.
خو ټرمپ وویل چې په موافقه کې د ایران د مزائیلو پروګرام او له ترورېستي ډلو د ایران د ملاتړ مسئله نه وه ځای شوې، له دې امله یې کمزورې وبلله او امریکا یې ورڅخه وایسته.
د امریکا د متحدو ایالاتو حکومت پرون وویل چې خپلو ګټو ته د ایران د تهدید له امله یې د سمندري قواوو یوه ډله سیمې ته استولې ده.
د روېټرز خبري اژانس په وینا، د امریکا د سمندري ځواکونو ډله د پنجشنبې په ورځ د سوئز تر کانال تېره شوه.
د رپوټونو په حواله، د امریکا (بي ۵۲) ستراتيژيکي بم غورځوونکې الوتکې هم پرون په قطر کې د امریکايي ځواکونو په پوځي اډې سنټ کام کې ښکته شوې.