د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۱

ماندګار: ولسمشر غني په کومه تمه پاکستان ته ځي؟


ارشیف، ولسمشر محمد اشرف غني
ارشیف، ولسمشر محمد اشرف غني

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو پاکستان ته د افغان ولسمشر د سفر، د سولې مشورتي جرګې، په روژه کې د جګړې او اوربند په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ماندګار

ماندګار خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې پوښتنه کړې، ولسمشر غني په کومه تمه پاکستان ته ځي؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي ولسمشر غني د پاکستان په اړه په خپلو پخوانيو شعارونو او په خوست د پاکستان له راکټي حملو سترګې پټوي.

د سرمقالې د لیکوال په باور ولسمشر محمد اشرف غني به پاکستان ته په سفر کې هېڅ لاسته راوړنې ونه‌لري.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، د افغانستان په اړه د پاکستان بدبینانه اټکل د څه لپاره!

وړاندې په سرمقاله کې راغلي پاکستان د افغانستان د راتلونکي په اړه د کورنۍ جګړې او تشدد او د سولې د خبرو د ناکامېدو اټکل کوي.

د هېواد د سرمقالې د لیکوال په اند افغانان خپل راتلونکي په خپله ټاکي، خپل تصامیم‌یې په نړیواله کچه بې‌ساري دي، البته د پاکستان ناوړه تبلیغات غندو او باید افغان حکومت که له هرې لارې وي، د پاکستان دغه تبلیغات بند کړي.

  • اصلاح

بلې دولتي ورځپاڼې اصلاح په خپلې سرمقاله کې لیکلي د سولې مشورتي جرګې او افغان ولسمشر غوښتنو ته چې په روژه کې دې اوربند وشي، طالبانو د روژې مبارکې میاشت حرمت ته احترام ونه‌کړ او په جګړې یې ټینګار وکړ.

  • انیس

د بلې دولتي انیس ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي دا چې طالبان تل په جګړې تأکید کوي، نو ولسمشر محمد اشرف غني هم د جدي امنیتي تدابیر نیولو امر کړی.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې وړاندیز کړی چې له طالبانو سره دې مذاکرات ودرول شي.

په سرمقاله کې یادونه شوې، په‌داسې حال کې چې په دوحه کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ شپږم پړاو خبرې روانې دي، طالبانو جګړو ته زور ورکړی او مرګونې حملې کوي.

د لیکوال په باور اول باید جګړه ودرول شي او بیا وروسته مذاکرات ترسره شي، داسې ونه‌شي، نو ګټه نه‌لري.

  • دنیا

د دنیا خپلواکې ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی کاش جګړه سسته او سوله چټکه شوې وی.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې یو مشهور متل دی چې وینه په وینه نه‌وینځل کېږي.

خو د لیکوال د معلوماتو له مخې د افغانستان د جګړې ټولې غاړې هڅه کوي چې وینه په وینه پرمینځي.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې د جګړې له دواړو غاړو غواړي چې که په رښتیا هم د سولې خبرو ته ژمن وي، نو باید د سولې د خبرو د شدت تر څنګ دې د جګړې د کمولو او بندولو هڅه وکړي.

د سرمقالې د لیکوال په باور څو افغانان له اوږدې لسیزې وروسته د یوه هوسا او بسیا ژوند څښتنان شي.

XS
SM
MD
LG