د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.
- سرخط
سرخط خپلواکې ورځپاڼې د "امارت له اوربنده ډارېږي" په عنوان په یو مطلب کې لیکلي دي پهداسې حال کې چې زیات شمېر افغانانو د روژې په مبارکه میاشت کې د جګړې له ښکېلو اړخونو د اوربند غوښتنه وکړه، افغان حکومت دا غوښتنه ومنله، خو طالبانو په جګړې ټینګار وکړ.
په مطلب کې وړاندې د طالبانو له لوري د اوربند نهکولو دلایل په ډاګه شوي او د سیاسي چارو د یو شمېر پوهانو له قوله لیکل شوي چې طالبان وېره لري که اوربند وکړي، نو خپل جنګیالي به دوباره د جګړې لیکو ته راونهشي ګرځولای.
د مطلب لیکوال د تېر کوچني اختر اوربند ته اشاره کوي او لیکي چې د طالبانو زیات شمېر جنګیالي ښارونو ته راښکته شول، له امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو چلند يې ولید، نو ځکهيې په جګړه پښېماني وښوده.
په مطلب کې د سیاسي کارپوهانو له قوله همدا شان لیکل شوي چې طالبان د اوربند او ورته نورو مهمو لویو موضوعاتو په اړه په خپل سر پرېکړه نهشي کولای تر هغې چې د دغه ډلې د بهرنیو ملاتړ کوونکو په ځانګړي ډول د پاکستان خوښه نهوي.
- دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي روانو خبرو ته اشاره کړې او په یو مطلب کې يې طالبانو ته د یو شمېر نږدې سرچینو له قوله لیکلي چې د دواړو لورو ترمنځ توافقنامه لاسلیک ته چمتو شوې ده.
په مطلب کې وړاندې راغلي دواړه لوري ځیني توافقاتو ته نږدې شوي، خو ترې مخکې په ځینو مسئلو اختلاف رامنځته شوی دی.
د مطلب لیکوال د سرچینو په حواله لیکي:
د اختلاف عمده ټکی دا دی چې طالبان غواړي هوکړه د اسلامی امارت له ادرسه لاسلیک کړي، خو امریکايي پلاوی يې ورسره نهمني، امریکايي پلاوي غواړي چې لاسلیک د طالبانو د تحریک په ادرس وشي.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د روژې په رارسېدو سره د کابل په مارکېټونو کې د بیو لوړېدو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د خوراکي موادو بیې دومره لوړې شوي چې بېوزله خلکيې ان د رانیولو توان نهلري.
هم په خپله سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د نورو اسلامي هېوادونو سوداګر د روژې مبارکې میاشتې ته په احترام نرخونه ټیټوي، خو افغان سوداګرو ته روژه فرصت ښکاري او د لومړنیو خوراکي موادو د نرخونو په لوړولو سره خپل جېبونه ډکوي.
په سرمقاله کې وړاندې له سوداګرو غوښتنه شوې چې د خپلو خلکو بېوزلۍ ته دې وګوري او پهدې مبارکه میاشت کې دې د خوراکي موادو نرخونه راښکته کړي.
- ویسا
ویسا خپلواکه ورځپاڼه بیا پهدې برخه کې حکومت پړ بللی او لیکلي یې دي چې حکومت د بیو د لوړېدو د مخنیوي په برخه کې هېڅ نظارت نهکوي.
په مطلب کې وړاندې د یو شمېر کابل ښاریانو له قوله لیکل شوي دي چې هر کال د روژې په میاشت کې د افغانستان په مارکېټونو کې د خوراکي توکو بیې لوړېږي، خو حکومتيې د مخنیوي لپاره هېڅ نهکوي.
د مطلب لیکوال د یو شمېر دیني عالمانو له قوله لیکلي دي چې روژه د برکتونو او مغفرتونو میاشت ده او د سوداګرو له لوري د بیو لوړول غیر شرعي عمل دی.