د امريکا د دفاع وزارت سرپرست ژمنه کړې چې ايران به د امريکا پر ګټو يا ځواکونو د هر ډول حملو په خاطر مسئول ونیسي.
د امریکا د دفاع سرپرست وزير پاتریک شاناهان پر خپله ټويټرپاڼه تهران په نامشخصو پاروونکو اقداماتو تورن کړی دی.
ده ليکلي، د ایران له رژیمه غواړي چې له ټولو پاروونکو اقداماتو لاس واخلي.
یوه ورځ وړاندې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون د جنګي الوتکو وړونکې بېړۍ ځای پر ځای کول ایران ته د یوه واضح پيغام د لېږلو په معنی بللي دي.
ده زياته کړه چې امریکا د ايران له رژیم سره جګړه کول نهغواړي، خو د نيابتي جګړهمارو، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب او یا هم ایران د ځواکونو د هر ډول حملو پر ضد ځواب ته بشپړه چمتو ده.
د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي اسوشيټېډ پرس خبري اژانس ته ويلي، دا بېړۍ چې لسګونه جنګي الوتکې او زرګونه سرتېري لري، وروسته له هغه ځای پر ځای شوه چې په سيمه کې د امريکايي ځواکونو پر وړاندې د ایران د نیابتي ځواکونو لهخوا د احتمالي حملو نښې ولیدل شوې.
دغه چارواکي چې نومیې نهدی ښودلی، ويلي پنټاګون د ابراهام لنکن بېړۍ لېږل تأييد کړی او فکر کېږي په اوبو کې او پر ځمکه به امریکايي ځواکونه احتمالاً هدف ګرځي.
ده په دې اړه له نورو جزئياتو ورکولو ډډه کړې ده.
د ایران د ملي امنیت عالي شورا وياند کيوان خسروي د جان بولتون خبرې ځان ښودنه بللي او ويلي يې دي چې هغه نظامي او امنیتي پوهه نهلري.
خسروي زیاته کړې، لیرې ده چې د امريکا پوځ دې وغواړي د ایران د وسلهوالو ځواکونو قدرت وازمويي.