د بغلان د عامې روغتیا مرستیال ازادي راډيو ته وویل چې د دغې پېښې له ځایه روغتون تر دې دمه ۱۲ ټپیان انتقال شوي دي.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست مرستیال داکتر غفاري وایي چې د بغلان پر امنیې قوماندانۍ تر حملې وروسته د ۳ پرله پسې چاودنو له امله لسګونه ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.
د بغلان د ولایتي شورا رئیس صفدر محسني وایي چې د بغلان پر امنیې قوماندانۍ وسله وال بریدګر لا هم له امنیتي ځواکونو سره مقاومت کوي.
راپورونه وايي چې ځينو وسله والو د بغلان د امنيې قوماندانۍ پر ودانۍ ډله ييزه حمله کړې ده.
د ٢١٧ پامير قول اردو د درېيمې لوا قوماندان عباس توکلي ازادي راډيو ته وويل، حمله کوونکي ٧ کسان وو.
ده زیاته کړه:
"دښمن ٧ کسان وو چې دوو کسانو ځانمرګي بريدونه کړي، ٣ کسان يې د امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوي، ٢ کسانو يې د امنيې قوماندانۍ په سالون کې ٤ کسان يرغمل کړي، موږ په تاکتيکي ډول مخ ته ځو چې يرغمل شويو ته زيان ونه رسېږي."
د بغلان د ولايتي شورا يوه غړي اسدالله شهباز وايي، تر اوسه پورې ٢٠ تنه ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.
خو يوې روغتيايي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته ويلي چې روغتون ته څلوېښت تنه ټپيان او ٣ مړي وروړل شوي چې ملکيان هم په کې شامل دي.
ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند معرفي کوي، د حملې مسؤليت منلى دى.