د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۱

دنیا: ایا مشورتي لویې جرګې ستونزه حل کړه که زیاته؟


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو، د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو او نورو بېلابېلو مسایلو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې پوښتنه کړې چې ایا مشورتي لویې جرګې ستونزه حل کړه که زیاته؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، حکومت د سولې له مشورتي جرګې څخه په استفادې داسې سرې کرښې رسم کړې چې په تمامه معنی د سولې پر ضد دي.

د سرمقالې لیکوال خپلې پوښتنې ته په ځواب کې لیکلي، د جرګې پرېکړه‌لیک کله هم د سولې له بهیر سره مرسته نه‌شي کولای، بلکې د لیکوال په اند دغه بهیر له ستونزو سره مخ کولای شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، د سولې مشورتي جرګې پرېکړو وښوده چې ټول ملت په یوه غږ سوله غواړي.

د سرمقالې لیکوال د چا له نوم اخیستو پرته وايي، اوس خلکو ته ثابته شوه چې څوک ملي شخصیتونه او سوله غواړي او څوک د سولې په وړاندې خنډ دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د دیني علماوو په قول لیکلي، د مشورتي لویې جرګې درېیمه ماده د داعش جګړې ته زمینه برابروي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې چې که مشورتي لویه جرګه په رښتینې معنی هېواد شموله، د ټولو سیاسي اړخونو په ګډون او فعال حضور دایره شوې وی، دا به د ملي اجماع تمثیل وی او ارزښت به‌یې درلود.

د ملي ارمان ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، د مشورتي جرګې په پرېکړه‌لیک کې هغه څه راغلي چې په تېرو کلونو او میاشتو کې افغان سیاستوالو او عامو خلکو غوښتل او پرې ټینګار یې کړی.

  • هشت صبح

هشت صبح خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، د اساسي قانون له مخې ولسمشر نه‌شي کولای چې طالب زندانیان ازاد کړي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، د طالبانو جګړه‌ییز سیاست وښوده چې دوی له سولې وروسته په سیاسي فضا کې له ورکېدو وېره لري.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، حتی دوی له دې هم ډارېږي چې د انتخاباتو له لارې یې نه‌شي ګټلی او خپله بقا په جګړه کې ګوري.

  • ماندګار

ماندګار خپلواکې ورځپانې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکي، د نړیوالې ټولنې له ملاتړه غیر د انتخاباتو ترسره کېدل ناممکن دي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې چې د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو د ارګ او نړیوالې ټولنې کشمکش دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په افغانستان کې له ولسواکۍ او انتخاباتو د نړیوالې ټولنې له ملاتړه انکار نه‌شي کېدای.

XS
SM
MD
LG