د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۱

سرخط: جرګه د چا په ګټه او د چا په تاوان وه؟


هشت صبح:

هشت صبح خپلواکې ورځپانې په خپله سرمقاله کې لیکلي، له نېکه مرغه د سولې مشورتي لویه جرګه له کومې لویې امنیتي پېښې پرته ترسره شوه.

سرمقاله ليکونکی لیکي، دغه جرګه د ارګ د سیاسي مخالفانو له ګډون پرته جوړه شوې وه.

په سره مقاله کې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او سیاسیونو مخالفت د جرګې د غړو پر سر اختلاف ښودل شوی او ویل شوي چې ښاغلی عبدالله او یو شمېر سیاسي څېرو غوښتل چې د سولې مشورتي جرګه د ملي شورا د درېيو دورو له غړو، د ولایتي شوراګانو له غړو او هغو کسانو جوړه وي چې د تېر کال د ولسي جرګې په انتخاباتو کې یې ډېرې رأیې ګتلي، خو مجلس ته یې لاره نه ده پیدا کړې.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې د افغانستان خلکو وښوده چې دوی سوله او امن غواړي او غوښتنې یې د جرګې په پرېکړه لیک کې څرګندې دي، نو که هره ډله غواړي چې د افغانستنان په سیاسي راتلونکې کې برخه ولري، باید له تاوتریخوالي لاس واخلي او مشروع سیاست ته مخه کړي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پوښتنې پیل کړې چې جرګه د چا په ګټه او د چا په تاوان وه؟

ورځپاڼې وړاندې دې پوښتنې ته ځواب ویلی او لیکلي، ښکاره ده چې د سولې د مشورتي لویې جرګې ټولې پرېکړې، غوښتنې او وړاندیزونه د عامو افغانانو تر څنګ د رښتینو سیاستوالو، حکومت او ان وسله والو طالبانو په ګټه وې، خو برعکس د هغو کسانو، ډلو او لوریو په زیان وه چې د افغانستان په جګړه کې خپل پایښت او په سوله کې زیان ویني.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، په دغو کسانو او ډلو کې د ملت په پیسو غټ شوي قومي او سمتي سیاستوال، حکومتي چارواکي، د طالبانو هغه مشران چې بچیان یې په بهرنیو هېوادونو کې زده کړې کوي او دوی هم له هېواده بهر ښه ژوند لري او د افغانستان له جګړې ښه عاید ترلاسه کوي، شامل دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په خپله سره مقاله کې د مشورتي لویې جرګې په اړه لیکلي دي.

ورځپاڼه لیکلي، د افغانستان د سیاسي کړیو له خوا په بشپړ ډول د جرګې تحریمول ساده خبره نه وه.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، دې ټکي نه یوازې دا چې په سیاسي اړخ کې یې جرګه له پوښتنې سره مخ کړه، بلکې د جرګې د سیاسي شعور کچه ورسره راټيټه شوه چې په څو ورځنیو بحثونو او د جرګې په پرېکړه لیک کې دا ستونزه له ورایه ښکاري.

ویسا دا هم لیکلي، حکومت چې له دې جرګې کوم اهداف درلودل، دا نه شو ویلای چې هېڅ یې تر لاسه نه کړل، خو ولس چې له جرګې کومه تمه درلوده، هغه په هېڅ صورت هم له داشان جرګو نه شي تر لاسه کېدای.

په سرمقاله کې راغلي، جرګه د سولې پر ځای له انزوا د ارګ د رایستلو یوه هڅه وه، او دغه هڅه تر یوه حده بریالۍ وه.

XS
SM
MD
LG