د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

په کابل کې لویې جرګې افغان سوداګرو ته څومره زیان اړولی؟


ارشیف، د افغان سوداګرو یو شمېر ولاړ موټر, October 19, 2018
ارشیف، د افغان سوداګرو یو شمېر ولاړ موټر, October 19, 2018

یو شمېر سوداګر او د لویو موټرو چلونکي وايي، د کابل په څلورو دروازو کې د دوی د موټرو توقف لکونو افغانۍ زیان ور اړولی دی.

دوی له تېرو درې ورځو راهیسې د کابل په پلچرخي سیمه کې درول شوي او ښار ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.

یو سړی چې رحمان حمیدي نومېږي ازادي راډيو ته‌یې وویل چې په لسګونو موټرو کې یې د چرګانو غوښې بار دي او درول شوي دي.

دی وايي، که اجازه ورنه‌کړل شي دا غوښې به ټولې خسا شي:

"یخچالي موټر زما دي او غوښه په‌کې بار ده او له تېرو درې ورځو راهیسې دلته درول شوي، اقتصادي ستونزې له یوه لوري، د چرګانو غوښې له بل لوري، که له یوې اوونۍ زیات د چرګانو غوښه په یخچال کې پاتې شي، خرابېږي اوس هم د لسګونو موټرو غوښه خرابه شوې."

یو شمېر موټر چلوونکي هم ورته ستونزې ته اشاره کوي.

دوو تنو دغو موټر چلوونکو اباسین او رحمان ګل ازادي راډیو ته وویل:

"په موټر کې کیلې بار دي، که یې اجازه رانه‌کړه، ټولې خرابېږي، اوس یې هم نیمې خرابې شوي.

-ما له جلال‌اباده هندواڼې را بار کړي، اوس مې برخلیک نه‌دی معلوم، له ۷۰ تر ۸۰ زرو افغانیو مې زیان کړی دی."

په کابل کې د سولې د مشورتي لویې جرګې له امله کابل ښار ته په تلونکو څلورو دروازو کې په سلګونه بار وړونکي درول شوي.

دغه موټر چلوونکي چې وايي، د ډودۍ خوړلو لپاره کافي پیسې هم ورسره نشته، یوازې د ګېډې مړولو لپاره یو څه خوري او د شپې له‌خوا هم په موټرو کې ویده کېږي.

موټروان محمدا ګل ازادي راډیو ته وویل:

"شپه تر شنه اسمان لاندې تېروو، هوټل کې باید ۵۰۰ افغانۍ ورکړو چې موږ یې توانايي نه‌لرو، کچالو یوازنی شی دی چې موږ یې خورو."

نه یوازې د کابل په دروازو کې د موټرونو درولو سوداګرو او موټروانانو ته ستونزې پیداکړي، بلکې د کابل ښار دوکانداران یې هم زیانمن کړي.

په کابل ښار کې د سبزۍ پلورونکي رحیم وايي:

"پر بیو یې زیات تاثیر کړی، مخکې به یو من رومي بانجان په ۲۵۰ افغانیو وو، اوس یې من په ۴۰۰ افغانیو پیرو، مخکې مو کیلې په ۶۰ افغانۍ پلورلې اوس یې په اتیا افغانیو پلورو."

ازادي راډیو هڅه وکړه څو په‌دې اړه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت نظر هم واخلي خو بریالۍ نه‌شوه.

د کابل ښاریانو پر کاروبار د رخصتۍ اغېز
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:12 0:00

له دې ټولو سره -سره د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د کابل ښار په څلورو دورازو کې د لویې جرګې د جوړېدا په پلمه د موټرو درولو خصوصي سکتور او سوداګرۍ ته زیان اړولی.

د دغې خونې مرستیال توفیق داوري ازادي راډيو ته وویل:

"د کابل په دروازو کې د دغو موټرو درولو خصوصي سکتور او د افغانستان خلکو ته ستونزمن دی."

دا په‌داسې حال کې ده له دې وړاندې هم ځینو افغان سوداګرو د ناامنیو، ټرانزټي ستونزو او له ګاونډیو هېوادونو سره د یو لړ سیاسي مشکلاتو له امله زیات زیان لیدلی و، خو حکومتي چارواکو تل ویلي چې د سوداګرود ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG