د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د کندهار ولایت د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان کړې.
په دې سره د هغو ولایتونو شمېر ۲۸ ته ورسېد چې د انتخاباتو کمېسیونیې وروستي نتایج اعلان کړي دي.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیحالله سادات د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۰۳» له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د پنجشنبې تر ورځې به د ۵ نورو ولایتونو وروستۍ پایلې هم اعلان شي چې له دې سره به دغه بهیر پای ومومي.
ده وویل:
"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د کندهار ولایت د انتخاباتو نتایج وروستي کړل، دا مهال د شکایتونو کمېسیون ته انتظار باسو، څو د نورو ولایتونو وروستۍ پایلې موږ ته راواستوي، خو تر اوسه پورې له موږ سره نهدي شریکې شوي."
- سید مقتدا میران
- محمود خان نصرت
- روحالله خانزاده
- حاجي سید احمد خادم
- ګل احمد کمین
- سید احمد سېلاب
- خلیل احمد مجاهد
- محمد عارف نورزی
- فریبا احمدي کاکړ
- ملالۍ اسحاقزۍ
- او پروین نامه
له کندهاره ولسي جرګې ته بریالي شوي دي.
د ولسي جرګې انتخابات د تېر لمریز کال د میزان په ۲۸مه او ۲۹مه د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې، خو د کندهار ولایت انتخابات بیا په یوه اوونۍ ځنډ سره ترسره شول.
ټاکل شوې چې د غزني ولایت د ولسي جرګې انتخابات له ولسمشریزو انتخاباتو سره یوځای ترسره شي.
د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات له درغلیو او سرغړونو ډک بلل شوي چې ان له املهیې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پخواني غړي څارنوالۍ ته معرفي او ممنوعالخروج اعلان شول.
د ولسي جرګې په وروستیو پایلو کې رامنځته شوی ځنډ له ګڼو پوښتنو سره مخ شوی.
کابل، کندز، میدان وردګ، پکتیا او بغلان هغه ولایتونه دي چې وروستۍ پایلې یې تر اوسه هم نهدي اعلان شوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردګ ویلي، ښايي چې د ملي شورا ۱۷مه دوره د راتلونکې پنجشنبې تر ورځې پورې پرانیستل شي.
خو د حقوقي چارو یو شمېر پوهان بیا وايي، که څه هم د ۲۸ ولایتونو د پایلو له اعلان سره د مجلس نصاب ۵۰+۱ بشپړوي، خو په وینا یې چې د جرګې غړي نهشي کولای چې د جرګې مشر او اداري پلاوی وټاکي.
خالد سادات په دې اړه وویل:
"کابل یو اغېزناک ولایت دی، نو ځکه د ولسي جرګې غړي تر هغه خپل مشر او اداري پلاوی نهشي ټاکلی چې د کابل ولایت پایلې وروستۍ نهشي او باید مکمل شي."
دا چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون به کله وتوانېږي چې د پاتې ۵ ولایتونو وروستۍ پایلې د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره شریکې کړي، ونهتوانېدو چې د دغه کمېسیون نظر واخلو.
خو ښاغلی سادات ټینګار کوي چې کابل او غزني له مهمو ولایتونو شمېرل کېږي چې د نتایجو له اعلان پرته بهیې د ولسي جرګې د کار پیل مشروع او قانوني نهوي.
راپور: ناجیه ساپۍ