د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۱

هېواد: د سولې لپاره هڅې نوي پړاو ته داخلېږي


د کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې
د کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې

کابل چاپ بېلابېلو ورځپاڼو د نورو مسایلو تر څنګ د افغان سولې په تړاو د یوې بلې غونډې د جوړېدو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي، امریکایان، طالبان او افغان سیاستوال د قطر د ناستې ترسره کېدل غواړي.

وړاندې په مطلب کې راغلي پامپیو له ولسمشر غني سره ټیلیفوني خبرو کې د قطر کنفرانس پر ځنډېدو خواشینبي ښودلې او دغه کنفرانس‌یې د سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره ښه فرصت بللی دی.

همدې ورځپاڼې د سید اکبر اغا په قول لیکلي، حکومت په لوی لاس د قطر غونډه سبوتاژ کړه او د سولې مشورتي جرګې له لارې غواړي د خپل واک موده وغځوي.

ورځپاڼه د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له خولې لیکي:

د قطر غونډه د ناسم مدیریت له امله لغوه شوه، د سولې خبرو د دوام لپاره د مصالحې د رهبرۍ شورا جوړېدل ضرورت دی.

همدې ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې پوښتنه کړې:

  • ولې د خپل برخلیک په ټاکلو کې ناتوانه یو؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، کوم ولس چې په‌خپلو کې همغږي لري، خپل‌منځي لانجې د نورو درګاوو ته نه‌وړي، ملي حاکمیت‌یې هېڅکله هم تر پوښتنې لاندې نه‌راځي پر برخلیک‌یې نور هېڅکله نه‌شي مسلط کېدای.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼه په خپلې سرمقاله کې لیکي د جګړې دوام د افغان حکومت او طالبانو لپاره ګټور نه‌دی، د خلکو تمې دا دي چې سیاسي جریانونه او سیاسي څېرې باید له امریکا او نورو دوستو هېوادونو سره په همکارۍ دغه خونړۍ جګړه پای ته ورسوي.

  • هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د سولې لپاره هڅې نوي پړاو ته داخلېږي.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې د قطر د غونډې له لغوه کېدو وروسته افغان حکومت، ولس او امریکا د سولې لپاره هڅې تېزې کړې دي.

د هېواد سرمقالې لیکوال امریکا ته وړاندیز کوي چې د افغان سولې په دښمنو کړیو دې فشار زیات کړي، که‌نه له دې پرته به سولې ته رسېدل ستونزمن وي.

د سرمقالې په پای کې راغلي ښه به وي چې د افغان سولې لپاره بله غونډه د قطر پر ځای په بل هېواد کې وشي.

  • انیس

د بلې دولتي ورځپاڼې انیس په سرمقاله کې یادونه شوې چې افغانستان دا مهال په یو تاریخي پړاو کې دی، جګړه او سوله دواړه په ستر معضل بدل شوي او ځیني هېوادونه له افغان سولې نه په استفاده هڅې کوي چې په‌دغه بهیر کې خپل ستراتېژيک اهداف پلي کړي.

د همدې سرمقالې پای کې راغلي افغان حکومت د قضیې د اصلي اړخ په توګه مکلف دی چې د سولې د خبرو مدیریت په لاس کې واخلي او د سولې په پروسه کې خپل فعال حضور دایمي کړي.

XS
SM
MD
LG