د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۷

عمران خان ایران ته تللی، پر ۲ اړخیزو مسایلو او ترورېزم سره پر مبارزې غږېږي


په ایران کې د پاکستان صدراعظم عمران خان
په ایران کې د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان نن د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۰۲» د ایران له رهبر ایت‌الله علي خامنه‌اي، ولسمشر حسن روحاني او نورو چارواکو سره خبرې کوي.

د ایراني رسنیو د راپورونو پر اساس د خان او ایراني چارواکو خبرې تر ډېره د دواړو ګاونډيو هېوادونو په دوه اړخیزو مسایلو، له ترورېزم سره پر مبارزې او د سرحدونو په امنیت څرخېږي.

عمران خان پرون د یکشنبې «۱۳۹۸ کال د غويي ۰۱» ماښام مهال مشهد ته ورسېد او د امام رضا له مشهور زیارت نه‌یې لیدنه وکړه.

پاکستان په سیمه کې د ایران له تر ټولو سخته سیال سعودي عربستان سره ډېرې نږدې اړیکې هم پالي.

له بلې‌خوا د پاکستان صدراعظم داسې وخت ایراني چارواکي ګوري چې ۱۴ پاکستاني پوځیان په بلوچستان کې د ۱۵ وسله‌والو بریدګرو له‌خوا د اپرېل په ۱۸مه یوه کمین کې ووژل شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وړمه ورځ وویل چې په پوځي جامو ملبس بریدګر په ایران کې مېشت د درېیو بلوڅ ډلو په ائتلاف پورې تړلي دي.

ارشیف، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال, February 13, 2019
ارشیف، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال, February 13, 2019

نوموړي وویل:

"د دې «بي. ار. اې» یا «Baloch Raji Aajoi Saangar» نوي ائتلاف تمریني او اکمالاتي کمپونه د ایران په سرحد کې دننه پراته دي. ما د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره په‌دې اړه مفصلې ټیلیفوني خبرې وکړې. هغه ته مې د پاکستان له غم او غصې ډک پيغام او احساسات ورسول. هغه مې د پاکستاني حکومت او پاکستانیانو له توقعاتو خبر کړ."

ښاغلي قریشي ویلي چې د پاکستان صدراعظم عمران خان به په‌دې اړه له ایراني چارواکو سره وغږېږي.

تر اوسه تهران د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د څرګندونو په اړه تبصره نه‌ده کړې.

ایران هم په فبرورۍ میاشت کې له پاکستان غوښتي و چې له دغه هېواد سره په پولو کې د سپاه پاسداران د ۲۷ غړو وژونکې ډلې وځپي.

ایران ویلي و چې د دې قضیې جرړې په پاکستان کې وې.

جېش‌العدل تُندلارې سُني ډلې د سپاه پاسداران د عسکرو د وژنې مسؤلیت اخیستی و.

دا ډله په پاکستان او د ایران په سیستان او بلوچستان کې فعاله ده.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG