د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

راپور: د روان میلادي کال له پیله تر یو لک ډېر افغانان له ایرانه راستانه شوي



آرشیف/ د کابل د حامد کرزي په هوايي میدان کې هېواد ته راستون شوی افغان کډوال / Source: Wakil Kohsar (AFP)
آرشیف/ د کابل د حامد کرزي په هوايي میدان کې هېواد ته راستون شوی افغان کډوال / Source: Wakil Kohsar (AFP)

د روان میلادي کال له پیله تر یو لک ډېر افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت ویاند عبدالباسط انصاري له ایرانه د ګڼو افغانانو د ستنېدو علت داسې روښانه کړ:

"هم د امریکا له لوري د بندیزونو او هم د نورو ستونزو له کبله چې دا کډوال ورسره مخامخ وو، دوی مجبوره شول چې خپل هېواد ته بېرته راشي. البته دوی ټول هم له ستونزو سره مخامخ نه‌وو، له خپل هېواد سره مینې هم دوی دې ته هڅولي دي."

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې پرون په یوه راپور کې څرګنده کړه چې د جنوري میاشتې له پیله تر اوسه یو لک او څه باندې ۳۰۰ افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي.

په‌دې راپور کې راغلي دي چې په همدې موده کې څه باندې پنځه نیم زره کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG