د پاکستان حکومت نن د اپرېل په اوومه وویل چې ۱۰۰ هندي کب نیوونکي خوشې کوي.
د پاکستاني رسنیو په حواله، ۳۶۰ هندي کب نیوونکي په پاکستان کې بندیان دي.
هغوی د پاکستان اوبو ته د ور تېرېدو او په غیر قانوني ډول د کبانو د نیولو په جرم زنداني شوي دي.
دا کار پر نړیوالو قوانینو تېری بلل کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، دوهمه ډله به چې ۱۰۰ کب نیوونکي دي، د اپرېل په پنځلسمه او درېیمه سل کسیزه ډله به د اپرېل په دوه ویشتمه خوشي شي.
د دې وزارت په وینا، پاتې ۶۰ کب نیوونکي به تر هغه یوه اوونۍ وروسته خوشې کېږي.
د پاکستان حکومت ویلي، دا هندي کب نیوونکي د "ښه نیت" له مخې خوشې کوي.
د پاکستان د زندانونو یوه مسؤل منیر احمد نن وویل چې د کب نیوونکو لومړۍ ډله به تر خوشې کېدو وروسته په رېل کې لاهور ته ولېږدول شي.
د منیر په وینا، هغوی به د دوشنبې په ورځ په واګه کې هندي لوري ته وسپارل شي.
د هند او پاکستان حکومتونه په دوامدار ډول هغه کب نیوونکي چې په خطایي د مقابل لوري اوبو ته ور تېرېږي، نیسي.
په داسې حالت کې کب نیوونکي د نړیوالو قوانینو د ماتولو او غیر قانوني کب نیونې په جرم نیسي.
د هند او پاکستان ترمنځ روابط د هند په تر کنټرول لاندې کشمير کې تر انتحاري حملې وروسته لا خراب شول.
حمله په فبرورۍ کې شوې وه او تر ۴۰ زیات هندي ملېشه پوځیان په کې ووژل شول.
د حملې مسؤلیت د جېش محمد په نوم وسله والې ډلې واخیست.
د دې ډلې مرکز په پاکستان کې دی.
له دې امله دواړه رقیب هېوادونه د جګړې تر بریده ورسېدل.
د پاکستان حکومت څه موده مخکې یو هندی پيلوټ هم خوشې کړ.
د پاکستان حکومت هغه مهال هم ویلي وو چې د "ښه نیت" له مخې یې هندی پيلوټ چې الوتکه یې د پاکستان په خاوره کې را غورځېدلې وه، خوشې کړی دی.