د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۰

امریکایي رسنۍ: امریکا به ډېر ژر د ایران سپاه پاسداران انقلاب یو ترورېستي سازمان ونوموي


د امریکا او ایران بیرغونه
د امریکا او ایران بیرغونه

امریکایي رسنیو راپور ورکړ چې متحده ایالات به ډېر ژر د ایران سپاه پاسداران انقلاب یو بهرنی ترورېستي سازمان ونوموي.

دا به لومړی ځل وي چې واشنګټن په یوه بهرني هېواد کې یوه پوځي واحد ته دا نوم ورکوي.

وال سټریټ ژورنال وایي، د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جان بولټن او د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو د دې اقدام ډېر پلویان دي او وایي چې دا کار به له واشنګټن سره مرسته وکړي چې په اروپا او نورو هغو سیمو کې چې د سپاه پاسداران تر کنټرول لاندې دي، د دې ډلې سوداګریز فعالیتونه وځپي.

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جان بولټن
د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جان بولټن

د امریکا متحده ایالاتو د ایران د سپاه پاسداران انقلاب بهرنۍ څانګه چې قدس ځواکونه دي او یو شمېر نور انفرادي کسان او تاسیسات دي، د ترورېستي سازمان د نومولو لپاره انتخاب کړي دي، خو دا ځواک به ټول داسې ونه نوموي.

له کلونو راهیسې د دې اقدام د ترسره کېدو اوازې وې.

منتقدین او د پنتاګون چارواکي وایي چې په دې اقدام سره کېدای شي چې د نورو هېوادونو حکومتونه چې د امریکا متحدین نه دي، هم د امریکا د پوځي او استخباراتي ادارو پر وړاندې ورته اقدامات وکړي.

وال سټریټ ژورنال وایي، د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزف ډانفورډ او سي آی اې یا د امریکا استخبارتي اداره د دې اقدام مخالفین دي، خو د جنرال ډانفورډ او سي آی اې ویندویانو په دې اړه د جزیاتو له ورکولو ډډه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازو هم په دې اړه د څه ویلو ډډه کړې ده.

وال سټریت ژورنال د جاسن بلازاکیس له قوله چې تر تېر کال پوري یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترورېزم د مالي سرچینو پر وړاندې د مبارزې د مشر په توګه کار کاوه، ویلي چې وایي، دا اقدام پخوانۍ ريښې لري.

هغه ویلي چې د دې پرېکړې اغېزې به ژورې وي.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک شااوخوا سل زره پرسونل لري او د تهران د بالستیک توغندیو پروګرام مخته وړي.

د دغه ځواک اړوند قدس ځواکونه چې په منځني ختیځ کې فعالیت کوي، په سوریې، عراق، لبنان او نورو هېوادونو کې ایران پلوه ملېشو ته وسلې او پوځي سلامشورې ورکوي.

XS
SM
MD
LG