د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۱

سپینه ماڼۍ: واشنګټن پر ایران د نورو بندیزونو د لګولو په اړه غور کوي


د ایران ملي بیرغونه
د ایران ملي بیرغونه

د سپینې ماڼۍ یو جګ‌پوړی چارواکی وايي، واشنګټن پر ایران د نورو بندیزونو د لګولو په اړه غور کوي.

دې چارواکي چې نه‌غواړي نوم‌یې څرګند شي پرون دوشنبه وویل، متحده ایالات د ایران له اټمي موافقې د وتلو د کالیزې په درشل کې په پام کې لري چې پر ایران نوي بندیزونه ولګوي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ په تېره مې میاشت کې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې څخه د امریکا وتل اعلان کړل او پر دې هېواد یې د انرژۍ او مالي سکټور په ګډون په بېلابېلو برخو کې د بندیزونو د بیا لګولو امر وکړ.

ارشیف، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
ارشیف، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

دا تړون متحده ایالاتو، بریتانیا، فرانسې، چین، جرمني او روسیې له ایران سره لاسلیک کړی و.

دغه امریکايي چارواکي وویل، موږ غواړو چې بندیزونو ته دوام ورکړو او سوداګر باید په‌دې باور ولري چې په اوس وخت کې له ایران سره تجارتي معامله ډېر ناسم فکر دی.

پر تهران د واشنګټن د نویو احتمالي بندیزونو د څرنګوالي په اړه دې چارواکي نور جزئیات ورنه‌کړل، خو دومرهیې وویل چې دغه نوي بندیزونه به په څو اوونیو کې ولګول شي.

د ټرمپ ادارې پر تهران د هغو فعالیتونو په خاطر چې هغه‌یې ورانوونکي بللي سخت فشارونه راوستي دي.

تهران‌یې په منځني ختیځ کې د سخت دریځو ډلو په ملاتړ، د بالیستیک توغندیو او اټمي وسلو په ازمویلو او د سوریې د ولسمشر بشارالاسد په ملاتړ تورن کړی دی.

په عین حال کې تهران پرون وویل چې د امریکا بندیزونو په‌دې هېواد کې سېلاب ځپلو سیمو ته د مرستو رسولو او ژغورنې پر هڅو ناوړه اغېز ځکه کړی چې د دې هېواد هلیکوپټرې له تخنیکي پلوه په بد وضعیت کې دي.

ایران په جنوبي سیمو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله چې تر اوسه‌یې د مړو شمېر له ۴۵ تنو اوښتی، اضطراري حالت اعلان کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په یوه ټویټ کې ولیکل چې د امریکا بندیزونو هغو سیمو ته چې وروستیو سېلابونو زیانمنې کړي، د ایران د هلال احمر د ټولنې له‌خوا د مرستو رسولو هڅې له خنډ سره مخامخ کړې دي.

ظریف وویل، د مرستندویه هلیکوپټرو په ګډون پر تجهیزاتو بندیز لګول اقتصادي جګړه نه، بلکه اقتصادي ترورېزم دی.

XS
SM
MD
LG