د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۹

په پاکستان کې د ځانګړو پوځي محکمو د اعتبار موده نن پای ته ورسېده


پاکستان کې د یوې ځانګړې پوځي محکمې ودانۍ
پاکستان کې د یوې ځانګړې پوځي محکمې ودانۍ

پاکستان د ترورېزم هغه محاکمې لغوه کړې چې څه باندې څلور کاله مخکې په پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي د خونړۍ حملې وروسته د ورته حملو د مخنیوي په هدف په دې هېواد کې ایجاد شوې وې.

په پاکستان کې د ځانګړو پوځي محکمو له‌خوا د ترورېستي فعالیتونو په تړاو د مشکوکو کسانو د محاکمو بهیر په ۲۰۱۵ کال کې وروسته له هغې له سره پیل شو چې د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر کې په پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي د پاکستاني طالبانو په حمله کې له ۱۵۰ زیات کسان چې اکثره‌یې زده‌کوونکي وو، ووژل شول.

ارشیف، په پېښور کې د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر د ۱۶مې د یوه ښوونځي د برید د قربانیانو انځور
ارشیف، په پېښور کې د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر د ۱۶مې د یوه ښوونځي د برید د قربانیانو انځور

د دغو محاکمو د اعتبار موده نن دوشنبه پای ته ورسېده.

د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري وویل، دغه پوځي محکمې د ځانګړو شرایطو پر اساس تنظیم شوې او فعالیت‌یې اغېزمن و.

چوهدري زیاته کړه:

"موږ دې ته نږدې شوي یوو چې ترورېزم له‌منځه یوسو."

د چوهدري په وینا، حکومت نه‌شوی کولای چې د دغو محاکمو د غځولو لپاره د پارلمان منظوري ترلاسه کړي، ځکه مخالف ګوندونه د صدراعظم عمران خان د حکومت د هر اقدام مخه نیسي.

د دغو محاکمو د فعالیت د غځېدو لپاره د ۳۴۲ کسیز پارلمان د دوه درېیمې برخې ملاتړ ته اړتیا وه.

د راپور له مخې، له دې وروسته به د ترورېزم په تړاو دوسیې د عادي محکمو له‌خوا چې پر بروکراسۍ او د عدالت په ورو بهیر تورنې دي، څېړل کېږي.

د پاکستان د پیپلز ګوند یوه لوړپوړي غړي فرحت‌الله بابر وویل، دا ګوند د پوځي محکمو د غځېدو ملاتړ نه‌کوي او حکومت‌یې باید پر ځای د عادي محکمو سیستم پیاوړی کړي.

د چارو کارپوه زاهد حسین وویل، د ځانګړو پوځي محکمو بندېدل ښایي د پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې پر مبارزې مستقیم اغېز ونه‌کړي، خو دا نه‌ده روښانه چې د پاتې هغو کسانو چې د ترورېزم په تړاو نیول شوي، دوسیې به‌یې په څه ډول څېړل کېږي.

ښاغلي حسین زیاته کړه، عادي محکمې د ترورېزم د دوسیو د څېړلو لپاره وړتیاوې نه‌لري.

دی وایي:

"موږ دوه لارې لرو، یا باید قضایي سیستم پیاوړی کړو، او یا هم دې ته اړتیا ده چې د پوځي محکمو د کار د غځولو لپاره بله لاره وموندل شي."

د بشري حقونو ډلو پر پوځي محکمو انتقاد کړی او په پاکستان کې د اعدام د سزا په وړاندې چې معمولاً په دې هېواد کې پر جنایت کارانو عملي کېده، کمپاین کړی دی.

د پاکستاني چارواکو په وینا، په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې دغو پوځي ځانګړو محکمو د ۴۷۸ دوسیو په اړه پرېکړې کړي او ۲۸۴ کسان‌یې په اعدام محکوم کړي دي.

د اعدام دغه سزا په ۵۶ سخت دریځو عملي شوې ده.

نورو ۱۹۲ مشکوکو کسانو ته هم د بند بېلابېلې سزاوې ورکړل شوې دي.

XS
SM
MD
LG