امريکا د متحدو ايالتونو يوه چارواکې په اسيا کې ده چې پر ايران د فشار زياتولو پر لارو چارو له بېلابېلو هېوادونو سره بحثونه وکړي.
د ترورېزم او مالي استخباراتو په چارو کې د امريکا د خزانې وزارت مرستيالې سيګال منديلکر نن جمعه په سنګاپور کې وويل، راتلونکې اوونۍ به په ماليزيا، سنګاپور او هندوستان کې له چارواکو سره پر ايران د فشارونو زياتولو په اړه بحثونه وکړي.
منديکلر ويلي:
”دا ډېره مهمه ده چې دغه هېوادونه مهمې او بېلابېلې لارې لري چې د ايران رژيم ورڅخه د تېلو د انتقالاتو په برخه کې د نړيوالې ټولنې د خطا ايستلو لپاره استفاده کوي.“
د امريکا د متحدو ايالتونو حکومت صفر ته د ايران د تېلو د صادراتو د رسولو هدف ټاکلى، چې له واردوونکو غواړي چې يا دې د ايران د تېلو رانيول کم کړي، يا به د امريکا له بنديزونو سره مخامخ شي.
خو امريکا ځيني هېوادونه له خپلو بنديزونو د لنډې مودې لپاره معاف کړي چې کولاى شي له ايران څخه د انرژۍ رانيولو ته ادامه ورکړي، د دې کار هدف دا دى چې د دغو هېوادونو اقتصاد له زيانمنېدو وژغورل شي.
د ترورېزم او مالي استخباراتو په چارو کې د امريکا د خزانې وزارت مرستيالې سيګال منديلکر وويل:
”دا سفر پر ايران زموږ له خوا د اضافي فشارونو تر راوستلو وروسته کېږي.“
هغې زياته کړې:
”تېره اوونۍ مو د اټمي ساينسپوهانو، ادارو او نورو کليدي پرسونلو په وړاندې اقدام وکړل چې د ايران له رژيم سره په تېر وخت کې د اټمي وسلو له شرکتونو سره دخيل وو.“
واشنګټن تېره سې شنبه د يوې پراخې شبکې د شنډولو اعلان وکړ چې په وينا يې، د امريکا له بنديزونو په سرغړونې سره يې د ايران سپاه پاسداران انقلاب ځواک او د ايران دفاع وزارت ته تر يو ميليارد ډالرو زياتې پيسې انتقال کړې دي.
د امريکا حکومت پر ٢٥ اشخاصو چې د دې شبکې برخه ګڼل شوي، تازه بنديزونه اعلان کړل.
په دې شبکه کې په ايران، متحده عرب اماراتو او ترکيه کې دېره فرعي کمپنۍ هم شاملې دي.
مېرمن منديلکر چې د سنګاپور د مرکزي بانک له چارواکو سره يې هم نن کتلي، وايي چې غواړي سبا شنبه د سنګاپور له کورنيو چارو، ماليې او سوداګرۍ وزيرانو سره وګوري.
مېرمن منديلکر تر دې مخکې هم اروپايي متحدانو ته له ايران سره د تجارت په باب خبردارى ورکړى و، د ځانګړو اهدافو لپاره کارول کېدونکو وسايطو په اړه يې هم خبردارى ورکړى و چې له تهران سره د تجارت اجازه لري، خو دا کار د امريکا له بنديزونو سرغړونه ګڼل شوې ده.
د امريکا حکومت د هغه څه په وړاندې چې په منځني ختيځ کې د تهران ”ناوړه“ فعاليتونه بلل شوي، جدي دريځ خپل کړى دى.
ادعا شوې چې ايران له افراطي تاوتريخوالي ملاتړ کړى، د باليستيک او اټمي وسلو ازموينه يې کړې او د سوريې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ ته يې ادامه ورکړې ده.
خو ايران د ترورېزم د مالي ملاتړ تورونه رد کړي او وايي چې اټمي پروګرام يې غير نظامي اهداف لري.
ولسمشر ټرمپ تېر ميلادي کال د ٢٠١٥ میلادي کال له اټمي تړون څخه د وتلو او پر ايران د بنديزونو د بيا لګولو اعلان وکړ.