د پاکستان د کورني ۲۰ اوریز کرکټ لیګ پاکستان سوپر لیګ «PSL» د څلورم پړاو اتلولي کوټه ګلیډیټرز لوبډلې وګټله.
دغه لیګ چې ۶ لوبډلې پهکې وې، د تېرې میاشتې په ۱۴مه نېټه د عرب اماراتو په دُبۍ، شارجه او ابوظبي کې پیل شوی و، پایلوبهیې د یکشنبې په ماښام د پاکستان د کراچۍ ښار په نېشنل سټډیوم کې وشوه.
د پاکستان سوپر لیګ پایلوبه د پېښور زلمي او کوټه کلیډیټرز لوبډلو ترمنځ وه چې په نتیجه کې یې کوټې لوبډلې پېښور زلمو ته په ۸ وېکټو ماتې ورکړه او د دغه لیګ اتلولي یې وګټله.
که څه هم کوټې لوبډلې د لوبې ټاس «پچه» وګټله، خو لومړی یې پېښور زلمي لوبډلې ته د بېټنګ بلنه ورکړه.
پېښور زلمي لوبډلې د کوټې لوبډلې د بالرانو د ښه بالېنګ له امله په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۳۸ منډې جوړې کړې او کوټې لوبډلې تهیې د ۱۳۹ منډو هدف ورکړ.
که څه هم پېښور زلمي لوبډله د دغه لیګ په نږدې ټولو لوبو کې ښه لوبه کړې وه، خو په پایلوبه کې یې لوبغاړو هغه ډول لوبه ونهکړه، څنګه چې پهکار وه.
د یادې لوبډلې لهخوا کامران اکمل ۲۱، شعیب مقصود ۲۱ او عمر امین تر ټولو زیاتې ۳۸ منډې جوړې کړې.
د پېښور زلمي لوبډلې په ځواب کې د کوټې لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۸م اور کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او پېښور زلمي لوبډلې تهیې په ۸ وېکټو او ۱۳ توپونو ماتې ورکړه.
د کوټې لوبډلې لهخوا احمد شهزاد ۵۸ او روسو ۳۹ منډې جوړې کړې او ناسوځېدلي پاتې شول.
د کوټه ګلیډیټرز توپ اچوونکي محمد حسنین چې د پېښور زلمي ۳ لوبغاړي یې وسوځول او د پایلوبې په ګټلو کې یې مهم رول ولوباوه، د لوبې غوره لوبغاړی، اسټرالیايي شین واټسن پهدغه لیګ کې د ډېرو منډو جوړولو له امله د لیګ غوره لوبغاړی او د پېښور زلمي لوبډلې توپ اچوونکي حسن علي د ډېرو لوبغاړو د سوځولو له امله د لیګ غوره توپ اچوونکی ونومول شو.
دا د پاکستان د کورني کرکټ لیګ ۴م پړاو و چې ډېری لوبې یې په عرب اماراتو کې، خو د پایلوبې په ګډونیې وروستۍ ۸ د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره شوې.
که څه هم مخکې ټاکل شوې وه چې د دغه لیګ ۴ لوبې به په لاهور او ۴ کراچۍ کې ترسره شي، خو پهدې وروستیو کې د پاکستان او هندوستان ترمنځ پر پوله د جګړې په ترڅ کې د پاکستان د هوايي حریم د تړل کېدو له امله د لاهور لوبې هم کراچۍ ته ولېږدېدې.
دا لومړی ځل دی چې د کوټې ګلیډیټرز لوبډلې د پاکستان سوپرلیګ اتلولي وګټله.
تر دې مخکې د تېرو ۳ پړاوونو اتلولي یو ځل پېښور زلمي او ۲ اسلاماباد یونایټېډ لوبډلې ګټلې وه.
د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د دغه کرکټ لیګ د وروستیو پر مهال په کراچۍ کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.
راپور: ذبیح مومند