د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۸

د انتخاباتو کمېسیون:‌ د ۳ ولایتونو د ولسي جرګې انتخاباتي پایلې به ژر اعلان شي


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، ډېر ژر به د ۳ ولایتونو د انتخاباتو وروستي نتایج اعلان شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د بلخ، هرات او پکتیکا ولایتونو د نتایجو په څېړلو بوخت دی او ډېر ژر به یې اعلان کړي.

د دغه کمېسيون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د انتخاباتي شکایتونو په ناستو کې د یاد کمېسیون مسؤلینو ویلي چې د ټولو ولایتونو پر نتایجو کار روان دی او ډېر ژر به د پاتې ټولو ولایتونو نتایج وروستي او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته به ېې وسپاري.

ده وویل:

"د هرات، پکتیکا او بلخ ولایتونو د تطبیقاتو لړۍ پیل شوې، ډېر ژر به وروستۍ شي، د نورو ولایتونو پر نتایجو هم کار روان دی، ډېره هڅه کېږي چې ډېر ژر د پاتې ولایتونو نتایج نهايي او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ولېږل شي."

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې پر انتخاباتو شپږ میاشتې اوړي، خو تراوسه د پاتې ولایتونو د وروستیو نتایجو برخه لیک نه دی روښانه.

مخکې له دې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ۱۸ ولایتونو وروستي نتایج اعلان کړل، خو د نورو هغو پاتې شول.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، تر دې د مه د ولسي جرګې ۸۰ کاندیدانو خپلې باورپاڼې ترلاسه کړي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې د ولسي جرګې د انتخاباتو د ۱۵ ولایتونو د نتایجو د اعلانولو هڅه کوي چې په ولسي جرګه کې د ځینو ولایتونو اوسني استازي او ځیني سیاسي ګوندونه د ولسي جرګې د نتایجو لغوه کول غواړي.

د ولسي جرګې د انتخاباتو ځنډېدل او پکې د درغلیو د تورونو موضوع دې سرته ورسوله، د کمېسیونونو هغه غړي چې د دغې پروسې مدیریت یې پرغاړه و، د ولسمشر د یو فرمان له مخې لوېې څارنوالۍ ته معرفي او ممنوع الخروج اعلان شول.

خو حکومت څو ورځې مخکې دواړو کمېسیونونو ته نوي غړي ور وپېژندل.

نوي انتخاباتي کمیشنران د لوړې د مراسمو ه حال کې
نوي انتخاباتي کمیشنران د لوړې د مراسمو ه حال کې

په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ هم ټینګار کوي چې ولسمشر به د قانون په اساس د ملي شورا د نویو غړو له بشپړېدو وروسته دغه شورا پرانیزي.

دا چه د پاتې ولایتونو برخلیک به څه کېږي، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون مو اړیکو ته ځواب ونه وایه.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د درغلیو د لوړې کچې د څېړلو لپاره وخت ته اړتیا لري او باید سرسري چلند ورسره ونه کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي:

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید

"باید هېره نه کړو، انتخابات د نویو کميشنرانو په غیاب کې ترسره شوي دي، دوی له یوې خوا د وخت له کموالي سره مخ دي او له بلې خوا له ترسره شوي کار سره، له دوی ډېره توقع نه لرو، خو هیله مند یوو، هغه ولایتونه چې جدي ستونزې یې لرلې، په سرسري توګه دې بررسي نه شي."

ښاغلی رشید هیله ښيي چې د شکایاتو کمېسیون باید عدالت تامین کړي او د دې ترڅنګ د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره همغږي ولري.

د ده په خبره، پرته له دې د نوي قانون له مخې موضوع ځانګړې محکمې ته راجع کېږي او هلته به نوې بڼه غوره کوي چې د ده په خبره، جنجال به نور هم ډېر شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG