د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره ۱۴مخکښ نوماندان اعلان شول


په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره نوماندانو ته د رأيې شمېرنې بهیر پای ته ورسېد.

د اعلان شويو پایلو له مخې ۱۴ هغه کسان چې تر نورو یې زیاتې رأیې یې وړي اعلان شول.

له يادو ۱۴ کسانو سربېره ۷ نور هغه کسان هم په ډاګه شول چې تر نورو یې زیاتې رأیې وړي دي.

د يادونې وړ ده چې په ټاکنیزو کمېسیونو کې د غړیتوب لپاره نن په ولسمشرۍ ماڼۍ ۸۰ تنو خپل پروګرامونه وړاندې او له هغه وروسته د ولسمشریزو انتخاباتو ۱۷ کاندایدانو ورته خپلې رأیې وکارولې.

  • پخواني معلومات

په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره د نوماندانو د پروګرامونو د وړاندې کولو بهیر پای ته ورسېد او د رأيې ورکونې بهیر پیل شوی دی.

دغه بهیر د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندانو په حضور کې په ارګ ماڼۍ کې روانه ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې د ولسمشریزو انتخاباتو د ۱۸ نوماندانو له ډلې ۱۷ یې حاضر دي او د يوه تن د نه راتګ په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

په انتخاباتي کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره په ټوله کې ۸۴ کسان نوماند دي چې ۶۹ یې د سیاسي ګوندونو او ۱۵یې د انتخاباتو اړوند د مدني ټولنو له‌خوا معرفي شوي دي، په يادو کسانو کې ۱۶تنه یې ښځینه دي.

دغو ۸۴ کسانو ته به د ولسمشریزو انتخاباتو نوماندان رأیه ورکوي او له ډلې به‌یې ۱۴ تنه په انتخاباتي کمېسیونو کې د کمېشنرانو په توګه ټاکل کېږي.

په‌دغو کسانو کې څلور تنه یې د دوکتورا، ۲۵ تنه یې د ماسټرۍ او ۵۵ تنه یې د لېسانس سند لري.

په يادو کې کسانو کې ۳۷ تنه پښتانه، ۳۱ تنه تاجک، ۱۱ تنه هزاره، ۴ تنه ترکمن، درې تنه ازبک او يو تن پشه‌یي ښودل شوی دی.

د نوماند کمېشنرانو د پروګرامونو د وړاندې کولو پر مهال د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندانو له‌خوا يو لړ بحثونه هم پورته شول چې په هغه کې د ځینو نوماندانو په ګوندي اړیکو، تعلیمي اسنادو او د عمر په اړه انتقادونه وشول.

د انتخاباتي کمېسیونونو د ۱۴ کمېشنرانو د انتخابولو بهیر چې ټاکل شوې وه د چهارشنبې په ورځ په ارګ کې ترسره شوې وای، د جمعې ورځې ته وځنډېډه.

ولسمشرۍ ماڼۍ هغه وخت وویل چې د یو شمېر کاندیدانو د نه‌ موجودیت او د ځینو له‌خوا د لا نورو سلا مشورو لپاره د وخت غوښتلو په خاطر د نویو کمېشنرانو د انتخابولو پروسه یې وځنډول شوه.

XS
SM
MD
LG