د ایران ولسمشر حسن روحاني د جواد ظریف استعفا رد کړې او ویلي یې دي چې د خپل منځلاري متحد چې له اوږدې مودې راهیسې د تُندلارو لهخوا پرې انتقادونه کېږي، تر څنګ ولاړ دی.
جواد ظریف نن په تهران کې د جمهوري ریاست په دفتر کې له ولسمشر حسن روحاني سره په هغو مراسمو کې ګډون وکړ چې د ارمنستان د صدراعظم نیکول پاشینیان د هرکلي لپاره جوړ شوي و.
پر ظریف چې د نړۍ له شپږو قدرتونو سرهیې په ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون لاسلیک کړی، تېر کال له دې تړونه د واشنګټن تر وتلو وروسته په ایران کې دننه د تُندلارو لهخوا فشارونه زیات شوي دي.
هغه خپله استعفا د تېرې دوشنبې په ورځ د انستاګرام له لارې اعلان کړې ده.
روحاني په یوه لیک کې چې د ایران دولتي ایرنا خبري اژانس خپور کړی د ظریف استعفا ته په اشاره ویلي، هغسې چې ستر مذهبي مشر د امریکا د زیاتو فشارونو په وړاندې د مقاومت په لومړۍ کرښه کې تاسو د باور وړ، زړور او مذهبي شخص په توګه یاد کړي یاست، د استعفا منل مو د ملي ګټو خلاف بولم او هغه ردوم.
ظریف د خپلې استعفا مشخص علتونه نهدي په ډاګه کړي، خو د استعفا په وړاندې یې پراخو عکسالعملونو ته په پام سره چې په ډېرو کې جګپوړو چارواکو د ظریف ملاتړ کړی، ښایي د دې هېواد دننه د قدرت په سیالیو کې د سخت دریځو په وړاندې د هغه سیاسي دریځ لا پیاوړی کړي.
جواد ظریف نن په تهران کې د جمهوري ریاست په دفتر کې له ولسمشر حسن روحاني سره په هغو مراسمو کې ګډون وکړ چې د ارمنستان د صدراعظم نیکول پاشینیان د هرکلي لپاره جوړ شوي و.
د روحاني د دفتر رئیس محمود واعظي هم نن پر ټویټر ولیکل چې ډېر د خوښۍ احساس کوي چې ظریف بېرته له موږ سره یوځای شو.
ښاغلی ظریف چې په امریکا کې یې زدهکړې کړي او د ایران یو تر ټولو ماهر ډیپلومات دی، له لوېدیځ سره د څو کلونو خبرو اترو په نتیجه کې پهدې بریالی شوی و چې په ۲۰۱۵ میلادي کال د نړۍ له شپږو سترو قدرتونو سره اټمي تړون لاسلیک کړي.
د دغه تړون له مخې پر ایران د امریکا په ګډون د لوېدیځ بندیزونه لیرې او تهران هم په بدل کې د یورانیمو د غني کولو پروګرام محدود کړ، خو وروسته له هغې چې تېر کال د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له دغه تړونه ووت، د ایران محافظهکارو نوموړی تورن کړ چې هېواد یې پلورلی دی.
د ظریف یوه نږدې همکار روېټرز ته ویلي چې د هغه استعفا پر اټمي تړون له انتقادونو سره تړلې چې ورڅخه د واشنګټن تر وتلو وروسته په ایران کې دننه ډېر زیات شوي دي.