د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

د پاکستان پوځ: د هند جنګي الوتکې د پاکستان قلمرو ته ننوتې وې


آرشیف/ د هند او پاکستان ملي بیرغونه
آرشیف/ د هند او پاکستان ملي بیرغونه

پاکستان نن پر هند تور ولګاوه چې پوځي الوتکې یې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د پاکستان هوايي قلمرو ته ننوتې دي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور پر ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي چې هندۍ الوتکې د کشمیر بالاکوټ سیمې ته نږدې د کنټرول له کرښې واوښتې، خو دی زیاتوي چې د پاکستان هوايي ځواکونو د هندي الوتکو پر وړاندې غبرګون وښود.

جنرال غفور وايي چې هندي الوتکو څو بمونه وغورځول او بیا په بېړه وتښتېدلې.

د نوموړي په وینا دې بمبارۍ تلفات نه‌درلودل.

یوه هندي خبري اژانس راپور ورکړی چې د هند جنګي الوتکو نن سهار د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د جيش محمد ډلې د یو مرکز په ګډون د ترورېستانو پر څو اهدافو هوايي حملې وکړې.

د هند حکومت او پوځ دا خبر تر اوسه نه‌دی تأیید کړی.

د پاکستان او هند په اړیکو کې کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې نږدې دوه اوونۍ مخکې په هندي کشمیر کې د هند د دولتي ملېشه ځواکونو له ۴۰ زیات سرتېري په یوه انتحاري حمله کې ووژل شول.

جیش محمد ډلې چې مرکزونه‌یې په پاکستان کې دي، د دې حملې مسؤلیت ومانه.

XS
SM
MD
LG