د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

محقق: حاکم ټیم د ټولو انتخاباتي ټیمونو پر وړاندې قانون ماتوي


د سولي او اعتدال د ټیم دوهم مرستیال محمد محقق
د سولي او اعتدال د ټیم دوهم مرستیال محمد محقق

د جمهوري ریاست د کاندیدانو د ګډو هڅو شورا وايي، د افغانستان جمهور رئیس چې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید دی، د انتخاباتي کمپاین لپاره له دولتي امکاناتو ګټه اخلي.

انتخاباتي اصلاحات، د کمپاین په هدف له دولتي امکاناتو د حاکم ټیم د ګټې اخیستنې مخنیوی او د سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو ترمنځ د سیاسي همغږۍ رامنځته کول هغه موارد دي چې د جمهوري ریاست د کاندیدانو د ګډو هڅو شورا د شنبې په ورځ په کابل کې په یوې ناسته کې مطرح کړل.

د یادې شورا غړو چې د جمهوري ریاست د کاندیدو انتخاباتي ټکټونو یو شمېر مرستیالان په کې وو، وویل چې د دولتي ارګانونو د مسؤلینو بدلول رابدلول، د سیاسي شخصیوتونو اوګوندونو ګواښل او د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې لاس وهنو ته زمینې برابرول غیر قانوني هڅې دي او باید مخه یې ونیول شي.

د حنیف اتمر په مشرۍ د سولي او اعتدال د ټیم دوهم مرستیال محمد محقق وویل:

"د حاکم ټیم ظالمانه کارونه دي چې د ټولو انتخاباتي ټیمونو پر وړاندې قانون ماتوي، دغه کارونه په دوو برخو ویشل کېږي، یو د دولتي چارواکو بدلول او پرځای یې د خپل ټیم د کسانو ګمارل، دوهم نورو انتخاباتي ټیمونو ته امنیتي ستونزې جوړول او له دولتي امکاناتو د حاکم ټیم په ګټه کار اخیستل."

ښاغلي محقق په څو ملکي او پوځي ارګانونو کې د یو شمېر لوړو پوړو چارواکو بدلولو ته اشاره وکړه او ويې ویل چې دا هڅې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د حاکم ټیم د کمپاین څرګندې نښې دي.

د جمهوري ریاست د کاندیدانو د ګډو هڅو د شورا غړو ټینګار وکړ چې حاکم ټیم دې په راتلونکو انتخاباتو کې د بري په هدف، له دغو غیر قانوني کارونو لاس واخلي او که نه نو دغه شورا به یې په راتلونکې کې پرضد بل راز تصمیم ونیسي.

هڅه مو وکړه چې د دغو انتقادونو پر وړاندې د جمهوري ریاست د چارواکو تازه نظر واخلو، خو بریالي نه شو، خو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په کابل کې د سولې اړوند کنفرانس کې وویل، جمهور رئیس په انتخاباتو کې مداخله نه کوي او نه یې ده کړې او څوک چې په کې مداخله وکړي، باید ملت ته ځواب ووایي.

سربېره پر دې د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش د جمعې په ورځ له افغانستانه د شوروي پوځ د وتلو د دېرشمې کلیزې په مناسبت جوړې غونډې ته وویل، د انتخاباتو په قانون کې د سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو او د نظر د خاوندانو په مشوره بدلونونه راوستل شوي او سیاسي ګوندونو ته پکې یو لړ صلاحیتونه هم ورکړل شوي دي.

ده وویل، اوس چې په دغه قانون کې بدلونونه تصویب او توشېح شوي، له سیاسي ګوندونو هیله ده چې د شفافو او عادلانه انتخاباتو په خاطر د یاد قانون په پلي کولو کې مرسته وکړي.

د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش
د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش

ده وویل:

"اوس د هراړخیزې همکارۍ لپاره زمینه برابره شوې او موږ د قانون د پلي کېدو په مرحله کې یوو او په دې برخه کې باید همکاري وشي، په تفاهم سره دې چلند وشي چې د بشپړو او ظرفیت لرونکو انتخاباتي بنسټونو شاهدان او ځواب ویلو ته مسؤل اوسو."

پخوا تر دې هم ځینو سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو د انتخاباتو پر پروسې انتقادونه کړي، خو حکومت وايي، د انتخاباتو په قانون کې د بدلونونو راوستل د دې ښکارندويي کوی چې حکومت د سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو د قانوني غوښتنو منلو او پلي کولو ته ژمن دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG