د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۵۴

رضا پهلوي: د ایران اوسنی رژیم د ړنګېدو په حال کې دی


د ایران د پخواني پاچا زوی رضا پهلوی
د ایران د پخواني پاچا زوی رضا پهلوی

د ایران د پخواني پاچا زوی وايي، د دې هېواد اوسنی رژیم د ړنګېدو په حال کې دی.

د ایران د پخواني شاهي نظام شهزاده په‌دې باور دی چې د دې هېواد اوسنی رژیم خپلې وروستۍ ورځې تېروي.

رضا پهلوي د ازادي راډیو له فردا څانګې سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، د ایران اوسنی رژیم په ړنګېدو دی.

نوموړي زیاته کړه:

"زه فکر کوم ډېر نږدې یو. زما په فکر ایراني ټولنه چې دا مهال په کومو شرایطو کې ده، د هغو وروستیو میاشتو په څېر دي چې ایران ته د خُمیني تر داخلېدو مخکې او یا زما د پلار د وتلو پر مهال وو. یعنې فضا د سوځېدو فضا ده."

آرشیف، ایران کې خلک د اسلامي انقلاب ۴۰مه کلیزه لمانځي
آرشیف، ایران کې خلک د اسلامي انقلاب ۴۰مه کلیزه لمانځي

۵۸ کلن رضا پهلوي دا مهال د متحده ایالاتو په مریلنډ کې مېشت دی.

نوموړی پر یو شمېر لوېدیځو هېوادونو انتقاد کوي چې د ایران د رژیم پر وړاندې يې زړوره تګ‌لاره نه‌ده خپله کړې.

د رضا پهلوي لپاره د ایران په اوسني نظام کې د دې هېواد د ځوانې طبقې تصویر تیاره ښکاره کېږي.

نوموړی وايي، د ایران ځوانان اوس غواړي چې په هېواد کې له موجوده وضعیت څخه ځانونه وژغوري.

نوموړی وايي:

"د هغه نسل زیاترو ته‌يې چې د انقلاب پر مهال نړۍ ته نه‌وو راغلي، که تاسو غوږ ونیسئ، له هر بهیره‌يې همدا غوښتنه ده چې موږ باید وژغورل شو."

د ایران د پخواني پاچا زوی په‌داسې وخت کې د ایران اوسنی رژیم د ړنګېدو په حال کې ویني چې د ایران حکومت د دوشنبې په ورځ د اسلامي انقلاب ۴۰مه کالیزه ولمانځله.

د کالیزې په مراسمو کې ایراني مشرانو یو ځل بیا پر امریکا او اسرائیل انتقادونه وکړل او ټینګار يې وکړ چې د لیرې واټن ویشتونکو مزائیلو پروګرام ته به دوام ورکړي.

امریکا د ایران د مزائیلو د پروګرام د دوام په عکس‌العمل کې له دې هېواد سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې ووت او پر زیات شمېر ایراني سکټورونو يې نوي بندیزونه ولګول.

XS
SM
MD
LG