په ایران کې پرون د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د اسلامي انقلاب د څلوېښتمې کلیزې ځانګړي مراسم پیل شول.
په ۱۹۷۹ میلادي کال کې د ایران د اسلامي انقلاب په پایله کې هلته شاهي نظام ړنګ او د څو پېړیو شاهي سېستم ته د پای ټکی کېښودل شو.
څلوېښت کاله وړاندې د ایران د اسلامي انقلاب مشر ایت الله روح الله خمیني تر څوارلس کلنې جلا وطنۍ وروسته تهران ته ستون شو.
د روح الله خمیني الوتکه چې له پاریسه الوتې وه، د سهار په نهو بجو او ۳۳ دقیقو د تهران پر نړیوال هوايي ډګر راښکته شوه.
دقیقاً دسهار په دې وخت پرون د ایران په لویو ښارونو کې زنګونه وکړنګول شول.
په ایران کې به د اسلامي انقلاب څلوېښتمه کلیزه د فبرورۍ تر یولسمې نمانځل کېږي.
په ایران کې دې مراسمو ته د سپېده چاود لس ورځې ویل کېږي.
په ایران کې د شاهي نظام له ړنګېدو سره سخت دریځي شیعه اخوندان قدرت ته ورسېدل او شاهي کورنۍ وتښتېده.
د ایران د وروستي پاچا محمد رضا شاه پهلوي ښځه ملکه فرح پهلوي په فرانسه کې اوسي.
هغې دشاهي نظام د سقوط د څلوېښتمې کلیزي په مناسبت په مرکه کې پرون د ازادي راډیو فارسي برخې ته وویل چې نور باید د ایران پر اینده بحث وشي.
فرح پهلوي په دې مرکه کې وویل، د ایران خلک به ډېر ژر د داسې بدلون شاهد وي چې ولسواکۍ او ثبات ته به لار پرانیزي.
فرح پهلوي وایي:
"زما واقعاً زړور او هوښيار وطنوال به په نږدې راتلونکې کې د خپل هېواد د سمسورېدو شاهد وي، داسې هېواد چې یو وار بیا به د هر ایراني د ویاړ وي او په نړیواله ټولنه کې به خپل ارزښت بیا ترلاسه کړي."
په تهران کې پرون زرګونه کسان د خمیني هدیرې ته ورغلي وو، انقلابي شعارونه په ښار کې هر لور ته ليدل کېدل او انقلابي نغمې اروېدل کېدې.
د خمیني د مقبرې په څنګ کې پرونیو مراسمو ته د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه یي او د ایران ولسمشر حسن روحاني هم ورغلي وو.
په همدې مراسمو کې د ایران د خبره ګانو شورا مشر ایت الله احمد جنتي پر هغو کسانو سخت انتقاد وکړ چې له امریکا سره د ښو اړیکو پلوي کوي.
د فرانسې خبري اژانس د جنتي له خولې لیکلي:
"پر هغه فکري مکتب دې لعنت وي چې وايي، موږ د امریکا له مرستې پرته دا هېواد نه شو پر مخ بیولای."
جنتي وویل چې د امریکا قدرت د کمېدو په حال کې دی او دوی باید له امریکا وېره ونه لري.