د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

د انتخاباتو کمېسیون د شکایتونو له کمېسیونه غواړي چې څېړل شوي اسناد ژر ورواستوي


ارشیف/ د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون نښانونه
ارشیف/ د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون نښانونه

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له انتخاباتي شکایتونو کمېسیونه غواړي چې هر څومره ژر چې کېږي، باید د پاتې ولایتونو څېړل شوي اسناد دې ورواستوي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، انتظار باسي چې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون له لوري د څېړل شویو شکایتونو اسناد دوی ته ورسېږي، ترڅو د ولسي جرګې وروستۍ پایلې اعلان کړي او دا پروسه پای ته ورسوي.

د دې کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۸» ازادي راډيو ته وویل چې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون له لوري د نورستان، کونړ، خوست، فاریاب، بدخشان او فراه ولایتونو څېړل شوي اسناد دوی ته سپارل شوي او په راتلونکو دوه ورځو کې به د دغو ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان شي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات

​دی وایي:

"تر دې دمه د شپږو نورو ولایتونو وروستي اسناد د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون له لوري موږ ته سپارل شوي او زموږ غوښتنه دا ده چې د کابل او نورو ولایتونو د پایلو وخت ته په کتو د نورو ولایتونو اسناد هم موږ ته راواستوي، ترڅو وروستۍ پایلې اعلان کړو او دا پروسه پای ته ورسوو."

تر دې دمه د ۱۲ ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان شوې دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوري د لومړنیو او وروستیو پایلو اعلان له غبرګونونو او شکایتونو سره مل دی.

د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې د معترضو نوماندانو په اعتراضونو کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمېشنران د پیسو په اخیستلو او معاملو تورن شوي او په کابل کې د بیا ځلي انتخاباتو غوښتنه‌يې کړې، هغه څه چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رد کړي دي.

په همدې حال کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویلي چې د کابل د انتخاباتو په اړه ورته ډېر زیات شکایتونه رسېدلي چې څېړنه به‌يې لږ تر لږه یو میاشت وخت ونیسي.

دا کمېسیون همدا شان وايي، د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معترضو نوماندانو شکایتونه دوی ته نه‌دي سپارلي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون دا هم وايي چې د کابل پایلې لا وروستۍ شوي نه‌دي او د شکایتونو له څېړلو وروسته به ولیدل شي چې په دې اړه څه پرېکړه کېږي.

له دې ټولو سره د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د انتخاباتو په تړاو شکایتونو ته د رسېدنې خبره کوي او وايي چې د ولایتونو لومړنۍ پايلې وروستۍ نه‌دي او ممکن په هغو کې بدلون راشي.​

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ویاند علي رضا روحاني

د دې کمېسیون وياند علي رضا روحاني زیاتوي:

تر اوسه د ۱۸ ولایتونو وروستۍ پايلې استول شوي او د اوونۍ تر پایه د شپږو نورو ولایتونو پایلې هم استول کېږي او د اکثرو ولایتونو پايلې نهايي شوي، خو یوازې د کابل او څو نورو ولایتونو چې د هغوی لومړنۍ پايلې اعلان شوې هم وې، پاتې کېږي، نيوکې یوازې په کابل نه، بلکې په ټولو ولایتونو کې شوي او تر یوه حده په حقه هم دي، لکن دلته زموږ بحث د قناعت نه‌دی، بلکې په قانونيت دی، تر څو حق حقدار ته ورسېږي."

د انتخاباتو ډېری څارونکي وايي، یوازنی لامل چې د ولسي جرګې انتخابات‌يې له ستونزو سره مخ کړي، د دواړو کمېسیونونو ترمنځ نه‌همغږي وه.

د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ رئيس يوسف رشيد په دې برخه کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ارزونه ښه نه‌بولي او وايي چې سره له دې چې په ځينو ولایتونو کې د درغلۍ او تېروتنو په اړه نیوکې موجودې وې، اما په وروستيو پایلو کې چندان بدلون نه‌دی راغلی او د انتخاباتي څارونکو اندېښنه هم دا ده چې د معترضو نوماندانو او د خلکو د رأیو په حق کې کمېسیون عدالت نه‌دی تأمین کړی.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG