په ایران کې تېر کال له اوه زرو زیات کسان نیول شوي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان یا امنېسټي انټرنشنل ۲۰۱۸ میلادي کال د ایران لپاره د ځپلو د شرموونکي کمپاین کال بللی ځکه د بشري حقونو له مدافعانو نیولې تر خبریالانو او محصلانو پورې د حکومت ضد سلګونه فعالان په حبس محکوم شول.
د بخښنې نړیوال سازمان نن په یو راپور کې وویل، په ایران کې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له اووه زره زیات کسان چې د حکومت ضد اعتراض کوونکي، د بشري حقونو مدافعان، زدهکوونکي، محصلان، کارګران، ژورنالېستان او د چاپېریال ساتنې فعالان پهکې شامل دي توقیف کړي دي.
د راپور له مخې په نیول شويو کسانو کې شااوخوا ۵۰ تنه د رسنیو کار کوونکي دي او له دې ډلې ۲۰ تنه له غیر عادلانه محکمې پرته یا په حبس محکوم شوي او یا په متروکو وهل شوي دي.
د بخښنې په نړیوال سازمان کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا د چارو څېړونکی او د حقوقي چارو مشر فیلیپ لوتر وايي، ۲۰۱۸ میلادي کال به د ایران په تاریخ کې د شرم د کال په توګه ثبت شي.
هغه زیاتوي، ایراني چارواکي هڅه کوي چې د بیان د ازادۍ د حق او د ټولنو او سولهییزو غونډو د ځپلو او په ګڼ شمېر د مخالفینو د توقیف له لارې د مخالفت هره نښه لهمنځه یوسي.
د چهارشنبې په ورځ د ایران یوې محکمې ایرانی ژورنالېست یاشار سلطاني په پنځه کاله حبس محکوم کړ.
دولتي خبري اژانس ایرنا راپور ورکړ چې سلطاني د ناسم راپور په جوړولو او دولتي ادارو ته په سپکاوي مجرم پېژندل شوی دی.
سلطاني په وروستیو څو کلونو کې په منظم ډول د ایران د عامه خدماتو په سکټور کې د فساد په اړه راپورونه برابرول.
ایراني چارواکو په وروستیو څو میاشتو کې ګڼ شمېر نور ژورنالېستان او فعالان هم د امنیت په اړوندو تورونو نیولي دي.
د ایران د بشري حقونو د ټولنو د نړیوال فدراسیون افتخاري رئیس عبدالکریم لاهیجي وايي چې د ایران امنیتي ادارې او قضا د رژیم د سیاسي مخالفینو په ځپلو کې ښکېل دي.
نوموړي وویل:
"د استخباراتو وزارت، امنیتي شبکو او قضائیه قوې داسې یوه مجموعه جوړه کړې چې فکر کوي د ځپونکو اقداماتو په زیاتولو او په زندانونو، حکمونو او زیاتو توقیفونو سره کولای شي د خلکو د څپې مخه ونیسي. داسې ورځ نهشته چې دوی په خپله د نورو کسانو د نیولو خبر ورنهکړي."
د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ درې لیکوالان رضا مهابادي، کیوان باجان او بکتاش ابتین وروسته له هغه ونیول شول چې په ضمانت د خوشې کېدو پیسې یې محکمې ته ورنهکړې.
دوی د ایران د ملي امنیت په اړوندو تورونو نیول شوي وو.
یوې بلې محکمې په همدې ورځ دوه فعالان رضا خندان او فرهاد مسامي په شپږ-شپږ کاله بند محکوم کړل او په ډسمبر میاشت کې د حامد اینه وند په نوم ژورنالېست په شپږ کاله بند محکوم شو.