د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۰۰

جرمني د ایران د ماهان هوایي شرکت جواز لغوه کړ

آرشیف، د ماهان هوایي شرکت یوه الوتکه
آرشیف، د ماهان هوایي شرکت یوه الوتکه

د جرمني د هوایي چلند ادارې له خپلو اروپايي متحدینو او امریکا سره له سلا او مشورو وروسته پریکړه وکړه چې په جرمني کې د ماهان هوایي د شرکت د الوتکو کېناستل منع کړي.

دا خبره د جرمني د حکومت ویاند سټیفن شیبرټ پرون دوشنبه په برلین کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړه.

د جرمني بیرغ
د جرمني بیرغ

نوموړي وویل:

"په حقیقت کې له دې انکار نه‌شي کېدای چې دغه شرکت به جرمني ته داسې شیان انتقال کړي چې ورسره زموږ امنیت اغېزمن کېدای شي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د جرمني د دې اقدام ستاینه وکړه او د واشنګټن له متحدینو یې غوښتي چې ورته اقدامات وکړي.

ماهان ایر د ایران دوهم لوی هوایي شرکت دی چې له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې د امریکا په بندیزونو کې په نښه کېږي.

واشنګټن تل د نورو هېوادونو له چارواکو غوښتي چې د دې شرکت الوتکو ته په خپلو هېوادونو کې د کېناستو اجازه ورنه‌کړي.

د امریکا د خزانې وزارت پر یو شمېر هېوادونو او شرکتونو په لګول شويو بندیزونو کې هم خبرداری ورکړی چې د ماهان شرکت ته نه د کېناستو اجازه ورکوي او نه‌دې هم ورته خدمات وړاندې کوي.

ایران د امریکا متحده ایالات او اسرائیل تورن کړي چې هڅه کوي له اروپایي هېوادونو سره چې تر اوسه‌یې له تهران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون د ژغورلو هڅه کړې، د دې هېواد اړیکې زیانمنې کړي.

خو د جرمني د حکومت ویاند زیاته کړه چې دا کار یې د خپلو امنیتي دلایلو په خاطر کړی دی.

ارشیف، په جرمني کې د ایران د ماهان هوایي شرکت الوتکې
ارشیف، په جرمني کې د ایران د ماهان هوایي شرکت الوتکې

جرمني دغه اقدام وروسته له هغې کوي چې په‌دې وروستیو کې یې ایران ته د جاسوسۍ په تور د یوه ۵۰ کلن افغاني‌الاصله جرمني د نیول کېدو خبر ورکړی و.

ایران دغه تور بې‌اساسه بللی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند کرستوفر برګر ویلي چې ماهان شرکت د ایران له سپاه پاسداران انقلاب سره اړیکې لري او د ایران او سوریې ترمنځ‌یې پوځي الوتنې ترسره کړې دي.

ایران د روسیې تر څنګ د سوریې په جګړه کې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د رژیم سیاسي او پوځي ملاتړ کوي.

په‌دې جګړه کې سلګونه زره کسان وژل شوي او میلیونونه هم له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG