د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، په هېواد کې یې د ازادو رسنیو نشتوالی د دې سبب شوی چې مجازي نړۍ پیاوړې شي او خلک غواړي چې ټول موضوعات په انلاین ټولنیزو شبکو کې بیان کړي.
ښاغلي روحاني د دوشنبې په ورځ نهیوازې دا چې په خپل هېواد کې د خپرېدونکو معلوماتو د فلټر کولو د سیاست ناکامي ومنله، بلکې ویېویل چې په هېواد کې یې انلاین ټولنیزې رسنۍ پړسېدلي او خلک غواړي چې ټول موضوعات په ټولنیزو شبکو کې بیان کړي.
روحاني د دې دلیل په ایران کې د ازادو رسنیو نشتوالی وباله.
د ایرنا خبري اژانس په وینا، روحاني د ایران د اطلاعاتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت له مدیرانو سره د دوشنبې د ورځې په غونډه کې له هغوی وغوښتل چې "د خلکو له عمومي غوښتنې سره مبارزه قانوني او مشروع نهده."
ښاغلي روحاني زیاته کړه:
"په هېواد کې ازاده رسنۍ نهلرو، یوازې دولتي راډیو ټلوېزیون لرو، نو له همدې کبله خلکو معلوماتو ته د ازادانه لاسرسي لپاره موبایل ټیليفونونو او انلاین ټولنیزو شبکو ته پراخه مخه کړې چې ورسره موږ له موبایل ټیليفونونو او مجازي نړۍ څخه د معلوماتو په ترلاسه کولو کې د بېساري زیاتوالي شاهدان یوو."
د ایران ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د بیان د ازادۍ نړیوال سازمانونه له کلونو راهېسې د ایران پر رهبرانو په دې هېواد کې ازادو رسنیو ته د اجازې نهورکولو له کبله انتقادونه کوي.
د بېسرحده ژورنالېستانو ټولنې په نړۍ کې د ازادو رسنیو په اړه په خپل وروستي کلني راپور کې ویلي، ایران په ۲۰۱۸ میلادي کال د رسنیو د ازادۍ په برخه کې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په لېست کې په ۱۶۴م ځای درلود.
دا راپور زیاتوي، په دې هېواد کې د رسنیو د ازادۍ په برخه کې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې هېڅ کوم پرمختګ نهدی شوی.
ښاغلي روحاني په دې غونډه کې د دې هېواد دننه د معلوماتو د فلټر سیاست ته هم اشاره کړې او دا یې یوه ناکامه پالېسي بللې ده.
نوموړي ویلي، تجربې ثابته کړه چې د هر څه له فلټر وروسته فلټر ماتوونکي رامنځته شول چې منفي اړخونهیې درلودل.
نوموړي ټینګار وکړ چې د انټرنټ تړل یا پرانیستل دوی کومې نتیجې ته نهرسوي او ټینګار یې وکړ چې باید د ټولنې رسنیز سواد لوړ شي.