په پکتیا کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، درې ورځې کېږي چې معترضو نوماندانو دوی ته د کوم رسمي غوښتنلیک د سپارلو پرته د کمېسیون مخې ته د پرلت خیمه درولې او د دوی کارونهیې پهدې حساس وخت کې چې د ریاست جمهوري د راتلونکو ټاکنو لپاره د ولایت په کچه تدابیر روان دي، له ځنډ او خنډ سره مخ کړي.
پکتیا کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر رئیس ښاغلي امینالله فضلي ازادي راډیو ته وویل:
"پهدې حساس وخت کې چې دلته د ریاست جمهوري ټاکنو لپاره د ولایت په کچه تدابیر روان دي، طبیعي ده چې زموږ ولایتي دفتر دوی متأثره کوي، ښه به دا وي چې خپلې غوښتنې له موږ سره په رسمي ډول مطرح کړي او موږ بهیې له خپلو اړوندو مرکزي ادارو سره شریکې کړو."
بلخوا معترض نوماندان وایي، د دوی شکایتونه په دقیق ډول نهدي څېړل شوي، پاکې رأیې له ناپاکو نهدي جلا شوي او د ټاکنو د پایلو په اعلان شوي لومړي نوملړ کې شامل کسان د بډو په ورکولو په لېست کې شامل شوي.
سید جمالالدین اصفخېل او انجنیر تاج محمد د معترضو نوماندانو له ډلې دي، دوی د خپل اعتراض په اړوند ازادي راډيو ته وویل:
"تر هغه وخته پورې چې د پکتیا ټولو شکایتونو ته په دقیقه توګه رسیدهګي نهوي شوي، د قوانینو او طرزالعمل مطابق د شکایتونو څېړنه نهوي شوي او حق حقدار ته نهوي سپارل شوی، موږ خپلو اعتراضونو ته ادامه ورکوو."
"د چک لېست له مخې چې واقعي رأیې تثبیت نهشي او صندقونه له سره تفتیش نهشي، موږ اجازه نهورکوو چې دوی دلته کار وکړي."
معترض نوماندان وړاندې زیاتوي وایي، د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونونو ته سپارل شوي شکایتونه دې له سره تفتیش شي او یا خو دې پکتیا کې ترسره شوې ټاکنې ملغا او د راتلونکو ریاست جمهوري ټاکنو سره دې یوځای له سره ټاکنې وشي.
خو په پکتیا کې د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي دفتر د دوی دا غوښتنې د ټاکنو قانون له مخې غیر موجه بولي.
پکتیا کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولایتي دفتر مشر ښاغلی هدایتالله عصمتي ازادي راډیو ته وویل، پکتیا کې د ټولو کارول شویو رأیو او شکایتونو بیا تفتیش قانوني توجیه نهلري او نه هم په دومره لوړه کچه درغلي شوې چې پر بنسټیې ټاکنې ملغا اعلان شي.
عصمتي وایي:
"ځیني ځایونو کې چې د زورواکۍ پر اساس صندوقونه ډک شوي یا د شپې لهخوا او یا هم په ډلهییزه توګه ډک شوي، د هغو مواردو په اړوند زموږ عکسالعمل معلوم شو او هغه باطل اعلان شوي او داسې اسناد له موږ سره نهشته چې موږ پرې د پکتیا ټولې ټاکنې باطلې کړو."
عصمتي وړاندې زیاته کړه او ويېویل، د ترسره شویو ټاکنو د اعلان شویو لومړیو پایلو په تړاو دوی ته ګڼ شکایتونه او شواهد راسپارل شوي چې تر ۸۰ سلنهیې بررسي شوي او که معترض نوماندانیې د کمېسیون دروازې پرانیزي، پاتې شکایتونه به هم وڅېړل شي او پایلې بهیې له هېوادوالو سره شریکې شي.
د پکتیا ولایت مقام چې د معترضینو او دواړو کمېسیونونو ترمنځیې د منځګړي رول په لوبولو سره معترض نوماندان د شنبې په ورځ د مرغومې په ۲۹مه د کابل-ګردېز د لویې لارې له بندولو منصرف کړل وایي، د معترضو نوماندانو غوښتنې یې تر لوړو مقاماتو رسولي او هیله کېږي چې ستونزې ته به قانوني او منطقي حل لار پیدا شي.
د پکتیا د والي ویاند ښاغلي عبدالله حسرت ازادي راډيو ته وویل :
"له دوی سره دا ژمنه شوې وه چې د ریاست جمهوري او نورو ذيدخلو مرکزي ادارو پورې به د دوی غږ رسول کېږي، پهدې برخه کې هم اجرأت شوي دي، هیله کېږي چې داسې پایلې راشي چې ټولو ته قابل د قبول وي."
معترض نوماندان پر خپل دریځ ټینګار کوي وایي، څو چې یې غوښتنې ونهمنل شي، د دواړو کمېسیونونو دروازې به تړلې ساتي او هم به په سولهییزو لاریونونو لاس پورې کړي.
راپور: اصیل ځاځی