د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۸

د ایران د ازاد پوهنتون محصلینو د دغه پوهنتون د چارواکو د استعفا غوښتنه وکړه


د ایران د ازاد پوهنتون د محصلینو د لاریون یو انځور
د ایران د ازاد پوهنتون د محصلینو د لاریون یو انځور

د ایران د یوه پوهنتون محصلینو د ډسمبر په ۳۰مه د دوهمې ورځې لپاره خپلو مظاهرو ته دوام ورکړ او د پوهنتون له چارواکو د استعفا غوښتنه کوي.

د ایران د ازاد پوهنتون محصلینو د مظاهرو پر مهال د دغه پوهنتون د رئیس علي اکبر ولایتي د استعفا غوښتنه کوي.

مظاهره کوونکي د هغو قربانیانو عکسونه له ځانه سره ګرځوي چې د ډسمبر په ۲۵مه د تهران په شمال لوېدیځ کې یې بس له یوه کانکرېټي دېوال سره ټکر وکړ.

د ایران د ازاد پوهنتون د محصلینو د لاریون انځور
د ایران د ازاد پوهنتون د محصلینو د لاریون انځور

په دې پېښه کې ۱۰ تنه محصلین ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول.

دغه بس د همدې پوهنتون د ساینس او تحقیق د څانګې پر لور په غرنۍ سیمه کې روان و چې له سړکه واوښت او پېښه وشوه.

د پوهنتون چارواکو په لومړي سر کې بس چلوونکی ملامت کړ، خو وروسته معلومه شوه چې دغه بس ډېر زوړ و او په سمه توګه نه‌و ساتل شوی.

محصلین وایي، دوی د نویو نقلیه وسایطو د اخيستلو وړاندیز کړی و.

د ایران د نیمه دولتي خبري اژانس ایسنا د راپور له مخې، تر دې پېښې وروسته د ایران د ازاد پوهنتون یو شمېر د منځني عمر لرونکي چارواکي له دندو لیرې شوي دي او ځیني یې نیول شوي دي.

لوی څارنوال محمد جعفر منتظري له اعتراض کوونکو زده‌کوونکو سره د لیدو پر مهال د ارامتیا غوښتنه کړې او ژمنه‌یې وکړه چې دا قضیه به شخصاً تعقیبوي او هر څوک چې په دې قضیه کې ګرم ثابت شي، سزا به وویني.

د ایران د ازاد پوهنتون د اوښتي بس موټر انځور
د ایران د ازاد پوهنتون د اوښتي بس موټر انځور

​ایران هغه هېواد دی چې د نړۍ په سطحه د ټکر له کبله د تلفاتو شمېر په‌کې تر ټولو ډېر دی.

راپورونه وایي، پر ایران د امریکا متحده ایالاتو له‌خوا د نویو بندیزونو په لګولو سره په ایران کې د عامه ټرانسپورت د عصري کېدو هڅې پڅې شوې دي.

بهرنۍ کمپنۍ د همدې بندیزونو له کبله له ایرانه ووتلې.

ایران په ۲۰۱۸ کال کې د ځینو لویو مظاهرو شاهد و چې له کوچنیو اعتراضونو پیل شوې.

اقتصادي ستونزې هغه څه وې چې د کال په نیمایي کې یې په تهران او نورو ښارونو کې د خلکو غصه راپورته کړه او د حکومت ضد په شعارونو سره مظاهرې په ټول هېواد کې خورې شوې.

XS
SM
MD
LG