د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۲
افغان چارواکي وايي، له اته ساعته جګړې او د ټولو بریدګرو له وژل کېدو وروسته تېر ماسخوتن دا ډله‌ییز برید پای ته ورسېد.
افغان چارواکي وايي، له اته ساعته جګړې او د ټولو بریدګرو له وژل کېدو وروسته تېر ماسخوتن دا ډله‌ییز برید پای ته ورسېد.

مجروح: کابل کې پر حکومتي ودانیو ډله‌ییز برید ۴۳ کسان وژلي او ۲۵ یې ژوبل کړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دوه حمله کوونکي يې له پښو غورځولي، خو لا هم عملیات روان دي. د یاد وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي شېبه مخکې ازادي راډيو ته وویل چې امنیتي ځواکونو د ښځو او ماشومانو په شمول ۲۰۰ کسان ژغورلي او تر ډېره سیمه تصفیه شوې ده...

د کابل ښار د ۱۶مې حوزې په مربوطاتو کې د فواید عامې وزارت ته څېرمه چاودنه شوې.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد پېښه تأیید کړې، خو په دې اړه‌یې نور جزئیات ورنه‌کړل.

په دې اړه نور جزئیات وروسته ...

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل چاودنه ممکن څانوژونکی برید وي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې څو دقیقې وړاندې په کابل کې د فواید عامې وزارت او د شهیدانو او معلولینو معینیت ته څېرمه د دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د نوموړي په خبره، له دغو چاودنو وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

رحیمي وویل، پولیس سیمې ته رسېدلي او د پېښې د نوعیت او زیانونو په اړه‌یې پلټنې روانې دي.

وسله‌وال بریدګر په کابل کې د شهیدانو او معلولینو معینیت ته ننوتي دي.

د کابل د پولیسو د جنایي څېړنو رئیس محمد سالم الماس ازادي راډيو ته وویل چې د بریدګرو وسله‌والو شمېر معلوم نه‌دی، خو پولیس‌یې د له‌منځه وړلو لپاره عملیات کوي.

نوموړي چې د پېښې له ځایه‌یې له ازادي راډيو سره خبرې کولې وویل، هڅې کېږي چې ډېر ژر وسله‌وال بریدګر له پښو وغورځول شي.

ده د دغې پېښې د تلفاتو په اړه څه ونه‌ویل، خو زیاته‌یې کړه چې د شهیدانو او معلولینو معینیت ته تر ننوتو مخکې دوه چاودنې د دغه معینیت د ودانۍ دباندې شوې دي.

د دې برید مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.

د شهیدانو او معلولینو د معینیت کار کوونکی او د کابل د نننۍ پېښې عیني شاهد د دغې پېښې په څرنګوالي غږېږي.

د کابل د نن ورځې د وسله وال برید او چاودنې د سیمې ویډيو

رالېږونکی: مجتبی ګلستاني

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG