د البانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوه ایراني ډیپلوماتانيې چې د البانیا امنیتيې زیانمناوه،له دې هېواد څخه ایستلي دي.
د البانیا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ډسمبر پر ۱۹مه خبریالانو ته وویل، دا ایراني ډیپلوماتان له خپل ډیپلوماتیک مأموریت څخه په سرغړونې او د البانیا د امنیت ضد فعالیتونو په تور له دې هېواده ایستل شوي دي.
په همدې حال کې امریکايي چارواکو ویلي دي چې په ایستل شویو ډیپلوماتانو کې یو هم په البانیا کې د ایران سفیر دی.
د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جان بولتون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي چې د البانیا صدراعظم له خپل هېواده د ایران سفیر ایستلی دی چې د ښاغلي بولتون په وینا دا ایران ته یو پیغام دی چې له ترورېزمه د تهران ملاتړ د زغملو نهدی.
جان بولتون په خپل ټویټ کې ویلي:
"موږ په اروپا او نوره نړۍ کې د ایران د بېباکانه چلند پر وړاندې د البانیا د صدراعظم او د دې هېواد د خلکو له دریځه ملاتړ کوو."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو بیا ایستل شوي ایراني ډیپلوماتان د تهران دوه مأمورین بللي دي چې د پامپیو په خبره په البانیا کې يې د ترورېستي بریدونو پلان درلود.
روېټرز خبري اژانس ویلي دي چې ایراني ډیپلوماتانو او د البانیا په مرکز تیرانا کې د ایران سفارت پهدې اړه څه نهدي ویلي او د روېټرز اژانس ټیلیفونونه نهځوابوي.
د پرایوټ ټاپ چینل په نوم یوه ټلوېزیون ویلي دي چې له البانیا څخه ایستل شوي ایراني ډیپلوماتان په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د فوټبال د نړیوال جام لپاره د البانیا او اسرائیل ترمنځ د غوراوي پر یوې مسابقې د برید په پلانولو تورن دي.
د البانیا او ایران ترمنځ وروسته له هغې اړیکې کړکېچنې شوې چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د ایران د حکومت د یوې مخالفې ډلې مجاهدین خلق شااوخوا دوه زره غړي البانیا ته لاړل.
البانیا د امریکا د حکومت او ملګرو ملتونو په غوښتنه د مجاهدین خلق غړو ته چې له عراقه ایستل شوي وو، پر خپله خاوره کې پناه ورکړه.