پاکستان له مذهبي ازادیو د سرغړونو په خاطر په تور لېست کې د دې هېواد د شاملولو په اړه د امریکا پر پرېکړه انتقاد کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له مذهبي ازادیو د سرغړوونکو هېوادونو په تور لېست کې د دې هېواد د شاملولو په اړه د امریکا پرېکړه یو اړخیزه ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې ویلي دي چې دا پرېکړه سیاسي انګېزه لري.
په بیان کې ویل شوي دي چې پاکستان یوه مذهبي ټولنه ده، چېرته چې د مختلفو عقایدو خلک له یو بل سره ګډ ژوند کوي.
د پاکستان حکومت ویلي دي چې دا هېواد د خپلو مذهبي اقلیتونو د ساتنې او ملاتړ لپاره د کوم هېواد مشورې او یا سپارښتنې ته اړتیا نه لري.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه خپل کلنی راپور خپور کړ چې د یو شمېر هېوادونو په شمول، پاکستان يې هم له مذهبي ازادیو د سرغړوونکو هېوادونو په تور لېست کې شامل کړی دی.
پاکستان تر دې مخکې له مذهبي ازادیو د سرغړونو په خاطر په څارونکي لېست کې و.
امریکا ویلي، د پاکستان په اړه دا پرېکړه تر ډېره په دې هېواد کې مقدساتو ته د سپکاوي د قانون په خاطر ده چې سرغړوونکی يې په مرګ محکومېږي.
د مذهبي ازادیو په اړه په تور لېست کې د پاکستان شاملېدل په دې معنا ده چې پر دې هېواد باید بندیزونه ولګول شي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، د خپل هېواد ملي ګټو ته په پام د اوس لپاره يې پاکستان له دې سزا معاف کړی دی.
د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو هم په پاکستان کې د شیعه ګانو، احمدیانو او مسیحیانو پر وړاندې د دې هېواد د چلند په اړه اندېښنه ښودلې ده.
په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت په کلني راپور کې راغلي دي چې په پاکستان سربېره، ایران، چین، میانمار، تاجکستان، ازبکستان سعودي عربستان، شمالي کوریا، سوډان او اریتیریا هم هغه هېوادونه دي چې له مذهبي ازادیو د سرغړونو له امله په تور لېست کې شامل شوي دي.