د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۸

ایران: د امریکا له اعتراضونو سره سره به د توغندیو ازموینو ته دوام ورکړو


ارشیف
ارشیف

ایران وايي چې د امریکا له اعتراضونو سره سره به د منځني واټن ویشتونکو بالستیک توغندیو ازموینو ته دوام ورکړي.

د ایران د وسله والو ځواکونو ویاند د یکشنبې په ورځ وویل چې ایران د توغندیو ازموینې د ځان د دفاع لپاره کوي او دې ازموینو ته به دوام ورکړي.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس تسنیم د برید جنرال ابوالفضل شکارچي له قوله لیکي چې نوموړی وايي، ایران به د متحده ایالاتو له غندنو او خبرداريو سره سره د بالستیک توغندیو جوړولو او ازموینو ته دوام ورکړي.

ارشیف
ارشیف

د شکارچي په وینا، دا فعالیتونه د ایران د اټمي پروګرام په اړه د خبرو اترو په چوکاټ کې نه دي شامل او د ملي امنیت یوه برخه یې ده، نو ځکه له هېڅ هېواده هم د اجازې اخیستلو ته اړ نه دی.

شکارچي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ایران د منځني واټن ویشتونکو بالستیک توغندیو په ازموینه تورن کړ او ویې ویل چې دا توغندي د سروکو بېلابېل ډولونه وړلای شي.

پامپیو دا ازموینه د ایران له اټمي موافقې څخه سرغړونه وبلله او ویې غندله.

هغه وویل، د ایران بالستیک توغندي دا وړتیا لري چې د اروپا ځینې برخې او په منځني ختیځ کې هرځای په نښه کړي.

پامپیو همداراز زیاته کړه چې له ایرانه د توغندیو د خپراوي موارد په زیاتېدو دي او پر دې هېواد یې غږ وکړ چې دا فعالیتونه بند کړي.

مایک پامپیو
مایک پامپیو

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار د شنبې په ورځ په ټوېټر په یوه پیغام کې وویل، ایران د هغه بالستیک توغندي ازموینه وکړه چې اسرائیل او اروپا په نښه کولای شي.

هغه په خپل پیغام کې خبرداری ورکړ چې دا چلند نور نو د زغملو وړ نه دی.

د ایران د وسله والو ځواکونو ویاند ښاغلي شکارچي د بالستیک توغندي د ازموینې ادعا نه رد او نه تأیید کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي پامپیو په خپلو څرګندونو کې د ایران د توغندیو ازموینه له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټمي موافقې سرغړونه وبلله.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ایران سره د اټمي موافقې په اړه په خپل پرېکړه لیک کې پر تهران غږ کوي چې تر اتو کلونو پورې پر داسې بالستیک توغندیو له کار کولو ډډه وکړي چې د اټمي سروکو د لېږد وړتیا لري، خو ایران وايي چې د توغندیو پروګرام یې په دفاعي هدف جوړ کړی او دا کار د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکه سرغړونه نه ده.

XS
SM
MD
LG