د سوریې دولتي رسنیو او د بشري حقونو څارونکو ټولنو راپور ورکړی چې د حلب ښار لسګونه اوسېدونکي د تنفسي ناروغیو له کبله روغتونونو ته لېږدل شوي دي.
د سوریې د دولتي خبري اژانس سنا د راپور له مخې ۱۰۷ کسان د تنفسي ناروغیو له وجې د حلب ښار روغتونونو ته لېږدول شوي او د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنې دا شمېره ۹۴ ښودلې.
د شنبې د ورځې په ماښام د سوریې دولتي خبري رسنیو تور ولګاوه چې یاغیانو د حلب ښار په لمنو کې د کېمیاوي ګازو په وسیله حمله کړې ده او د روغتیايي چارو یوه سیمه ییز مسؤل وویل، دا حمله احتمالاً د کلورین ګاز په وسیله شوې.
په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې روغتونونو ډېری زیانمن کسان سمدستي رخصت کړي او یوازې ۳۱ کسان اوس هم تر علاج لاندې دي، خو حالت یې د اندېښنې وړ نه دی.
د حلب پر مرکز د سوریې رژیم واکمن دی، خو یاغیان او جهادي ډلې د ښار پر لوېدیځو لمنو ولکه لري.
په ادلیب ولایت کې د وسله والو یاغیانو ائتلاف په دې حمله کې لاس لرل رد کړي.
د ازادۍ ملي جبهې په یوه بیان کې ویلي، دوی د رژیم هغه دروغجنې ادعاوې ردوي چې ګڼې انقلابي ځواکونو د کلورین ګاز لرونکو توغندیو په وسیله دا حمله کړې ده.
په سیمه کې فعالو جهاديانو لکه د هیات التحریر الشام ائتلاف او له القاعده شبکې سره تړلې ډلې حراس الدین په دې اړه هېڅ تبصره نه ده کړې.
د شنبې په ورځ د فرانسپرس خبري اژانس یوه عکاس وویل چې د حلب په روغتون کې یې داسې ښځې، ماشومان او نارینه لیدلي دي چې تنفسي ناروغۍ یې لرلې او ډاکترانو یې علاج کاوه.
په همدې حال کې د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، د روسیې او ترکیې ترمنځ په سوریه کې د حایل سیمو د جوړولو په اړه د سپټمبر میاشتې له موافقې وروسته د لومړي ځل لپاره جنګي الوتکو د دې هېواد په شمال ختیځ کې د وسله والو یاغیانو تر ولکې لاندې یوه سیمه کې بمباري کړې ده.
په بريتانیا کې دېره دا څارونکې ټولنه وايي، دا هوايي حملې ادلیب ولایت ته نېږدې د حلب ښار په لوېدیځ کې شوي دي.