د پاکستان صدراعظم عمران خان نن پنجشنبه د نوومبر۲۳مه، په کراچۍ ښار کې د چین پر قونسلګرۍ کې د حملې په اړه د څېړنو امر کړی دی.
عمران خان ویلي چې دا حمله د چین او پاکستان سترايژیکو همکاریو ته د زیان رسولو لپاره دسیسه ده.
د پاکستان پولیسو ویلي چې درې مشکوک انتحاري حمله کوونکي يې چې پر قونسلګرۍ یې حمله کوله، مخکې تر دې چې د قونسلګرۍ ودانۍ ته ننوزي، ویشتي او وژلي دي.
پولیسو ویلي چې په دې وسلهواله نښته کې دوه پولیس ووژل شول.
د چین قونسلګري د کراچۍ ښار په کلېفټن سیمه کې ده چې کلکه امنیتي څارنه یې کېږي.
د پاکستان ټلوېزیونونه وايي چې په سیمه کې د سپکې چاودنې غږ هم اورېدل شوی دی.
په کراچۍ کې د پولیسو مشر، عامر شېخ خبریالانو ته ویلي چې حمله کوونکي حتی نه وو، توانېدلي چې د قونسلګرۍ ودانۍ ته ور ننوزي. شېخ ویلي چې وضعیت يې تر کنټرول لاندې دی.
امر شېخ ویلي چې له حمله کوونکو سره لاسي بمونه او د انتحاري حملو ځانګړي واسکټونه هم وو:
"له حمله کوونکو سره په موټر کې چاودېدونکي مواد هم موندل شوي دي."
په کراچۍ کې د چین په قونسلګرۍ کې د حملې مسوولیت یوې ډلې چې ځان ته د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي، اخېستی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي نن سهار په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د قونسلګرۍ ټول کارونکي مصوون دي.
شاه محمود قریشي وویل چې د قونسلګري ټول ۲۱ کارکوونکي خوندي ځای ته لېږدول شوي دي.
قریشي وویل چې په چین کې خپل سفارت ته يې خبر ورکړی چې د چین د بهرنیو چارو له وزارت سره په دې اړه خبرې وکړي او هغوی ته ډاډ ورکړي.
کراچۍ د پاکستان ستر صنعتي ښار دی.
پاکستان د چین د سترې سیمهییزې پروژې، یو کمربند یوه لار چې د ورېښمو د لرغونې لارې پر نظر جوړېږي، مهمه برخه ده.
د چین حکومت په پاکستان کې میلیاردونه ډالر پانګونه کړې ده.
د ګوادر بندر د جوړولو پروژه د اسلام اباد او پيکنګ ترمنځ د اقتصادي او تجارتي اړیکو یو ستر مثال دی.