د عراق ولسمشر برهم صالح او د ایران ولسمشر حسن روحاني ژمنه کړې چې خپل روابط به ښه کړي.
له کله راهیسې چې د امریکا متحدو ایالاتو پر ایران بندیزونه اعلان کړي، پر ټوله سیمه اقتصادي فشار زیات شوی دی.
د امریکا د بندیزونو تر اعلان وروسته، د تهران او بغداد د سیاسي اړیکو د خرابېدو اندېښنې هم پېدا شوي.
برهم صالح او روحاني پرون شنبه د نوومبر ۱۷مه، په تهران کې سره وکتل.
دواړو مشرانو وویل چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ایران او عراق ترمنځ تجارت اووه میلیارد ډالرو ته رسېدلی وو، خو کولای شي چې دا اندازه په کال کې ۲۰ میلیارد ډالرو ته زیاته کړي.
له ۲۰۰۳ میلادي کال راهیسې چې د امریکا په مشرۍ نړيوال ائتلاف په عراق کې د صدام حسین رژیم ړنګ کړ، ایران پر بغداد خپل سیاسي نفوذ زیات کړی دی.
تهران تمه لري چې د امریکا له بندیزونو سره به عراق ته خپل صادرات جاري وساتي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون وویل چې د عراق له جمهور رئیس سره یې عراق ته د برق او نفتي موادو د صادراتو د زیاتولو او همدا راز د دواړو هېوادونو په ګډه پوله د ازاد تجارت د سیمې د جوړولو په اړه یې خبرې کړي دي.
حسن روحاني همدا راز له عراق سره د تېلو د تصفیې د ګډو پروژو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي لارو د ښه کولو په اړه خبرې وکړې.
تر چین وروسته، عراق د ایراني محصولاتو ستر مارکېټ دی.
عراق له خوراکي موادو نیولې تر ماشینونو، برق او طبیعي ګاز پورې ډېر زیات مواد له ایرانه اخلي.
برهم صالح همد اراز د ایران له ستر مذهبي مشر، ایت الله علي خامنه ای سره کتلي دي.
د ازادي راډیو د ایراني برخې «راډیو فردا» په حواله، پهدې کتنه کې خامنه اي له هغه غوښتنه کړې چې په عراق کې د ایران د ملاتړ کوونکې شیعه ملېشه ډلې حشد الشعبي د فعالیت دوام ته اجازه ورکړي.
د راډیو فردا په حواله، امریکا له ایران سره د موافقې لپاره لږ تر لږه ۱۲ نوي شرطونه ایښي چې یو یې د عراق استقلال ته د ایران له لوري درناوی او دوهم یې د شیعه ملېشه ډلو خلع سلاح او لغو کول دی.
د عراق ولسمشر برهم صالح پرون په تهران کې وړاندیز کړی چې د حکومتونو د سیاسي خپلواکۍ د ساتنې، د ملي ګټو د خوندیتوب او د ولسونو او دولتونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره داسې نوی سیمهییز سیسټم جوړ شي چې عراق او ایران یې هم غړیتوب ولري، خو نور جزئیات یې نهدي ورکړي.
د امریکا د بندیزونو له امله په سیمه کې زیات هېوادونه له ایران سره د تجارت په برخه کې تر محدودیتونو لاندې دي.
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر د روان میلادي کال د مې په میاشت کې له هغې اټمي موافقې چې نړیوالو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له ایران سره کړې وه، ووت.
له هغه راهیسې، امریکا، کوم بندیزونه چې د موافقې پر اساس محدود یا منحل شوي وو، له سره وضع کړي دي.
ډونالډ ټرمپ ویلي چې تر سختو سخت بندیزونه به پر ایران ولګوي.
د بندیزونو له امله د ایران د تېلو صادرات په بې ساري ډول محدود شوي او ایرانی ریال په نړیواله مارکېټ تقریباً، په نیمه بیه خرڅېږي.