د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۱

اياز خان محسود: رک روغ يم


محمد ایاز خان محسود
محمد ایاز خان محسود

د پاکستان د حکومت يو چارواکى چې پرون سهار يې د ورکېدو خبر ورکړل شوى و، په يوه ويډيويي پيغام کې ادعا کړې چې رک روغ دى.

د پلازمېنې اسلام اباد د پرمختيايي ادارې (CDA) مشر محمد اياز خان محسود د پنج شنبې په ورځ دفتر ته تر تګ وروسته بيا کور ته نه دى ستون شوى.

د هغه اوښي محمد حسن پرون د ازادي راډيو مشال څانګې ته وويل چې خور يې له محمد اياز خان سره د پنج شنبې تر ناوخته پر ټيليفون په تماس کې وه، خو وروسته يې ټيليفون ظاهراً بند او د ده درک ونه لګېد.

د پاکستان پوليسو ازادي راډيو ته ويلي چې د دغه چارواکي موټر د هغه له دفتره دباندې ولاړ دى.

خو محمد اياز خان محسود پرون ناوخته په يوه ويډيويي پيغام کې وويل چې دى خوندي او رک روغ دى.

ده ویلي:

"زما ملت، زما حکومت، زما ادارې، وروڼو، خويندو او دوستانو! زه محمد اياز خان محسود يم، انجنير او په اسلام اباد کې د CDA ادارې مشر يم، دلته په ډېره اسماعيل خان کې د خپلوانو کره راغلى يم، په دغه ځاى کې خوندي او رک روغ يم."

ښاغلي محسود وويل چې موبايل ټيليفون يې ورک شوى او له خلکو يې غوښتنه وکړه چې داسې اوازې دې نه خپروي چې ګواکې دى اختطاف يا هم ورک شوى دى.

خو په ويډيو کې داسې شواهد نه دي وړاندې شوي چې معلومه شي چې په رښتيا هم په ډېره اسماعيل خان کې ثبت شوې وي.

ښاغلي محسود هم نه دي ويلي چې څنګه له خپل موټر پرته دغې لېرې پرتې سيمې ته تللى دى.

په اسلام اباد او ډېره اسماعيل خان کې د اسلام اباد د پرمختيايي چارو د ادارې د مشر محمد اياز خان محسود د کورنۍ غړو يا هم خپلوانو د دې ويډيو په اړه کوم بيان نه دى ورکړى.

دا په داسې حال کې ده چې له اسلام اباده د پاکستان د پوليسو يو افسر طاهر خان داوړ د اکتوبر پر ٢٦ مه وتښتول شو.

مړى يې تېره سې شنبه د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې ډيورند کرښې ته څېرمه وموندل شو.

طاهر خان داوړ
طاهر خان داوړ

طاهر خان داوړ د اکتوبر پر ٢٧مه خپلې مېرمنې ته په يوه SMS کې ليکلي وو چې رک روغ او د پاکستان په ختيځ جهلم سيمه کې دى.

د پاکستان ګڼو لویو ګوندونو د طاهر خان داوړ تښتول کېدل او بیا وژل کېدل غندلي او د دې پېښې د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

د هغه کورنۍ د پاکستان د صدراعظم عمران خان له خوا د پلټنو امر رد کړی دی.

د داوړ زوى امجد طاهر د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې د خبرو په وخت کې غوښتنه وکړه چې په دې اړه دې نړیوالې پلټنې وشي.

XS
SM
MD
LG