د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۰

تحليلګران: د امريکا بنديزونه به د ايران رژيم نسکور کړي


د امريکا متحده ايالاتو تازه بنديزونه چې پر ايران لګول شوي، څومره شديد دي او څه عواقب به ولري؟

ځيني تحليلګران وايي، پر ايران د امريکا دغه تازه بنديزونه دومره شديد دي چې کېداى شي د ايران د رژيم د نسکورېدو سبب شي.

ځيني نور بيا وايي، دغه تازه بنديزونه د پخوانيو هغو غوندې، نړيوال ملاتړ له ځان سره نه‌لري.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر پر ايران د امريکا تازه بنديزونه چې تېره دوشنبه‌يې عملي کېدل پيل شول، "تر ټولو شديد" بللي دي.

ډونالد ټرمپ ويلي، دغه مجازاتوونکي اقدامات به تهران اړ باسي چې خپل "ناوړه" چلند بدل کړي.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

تحليلګران وايي د امريکا نوي اقدامات په حقيقت کې په هغو بنديزونو کې چې واشنګټن پر ايران لګولي تر ټولو قوي دي.

خو دوى دا هم وايي چې دغه بنديزونه په پراخه پيمانه نړيوال ملاتړ له ځان سره نه‌لري، حال دا چې نړيوالو پر ايران د مخکنيو لګول شویو بنديزونو ملاتړ کړى و.

پر تهران د امريکا تازه بنديزونه وروسته له هغې عملي کېږي چې ولسمشر ټرمپ د ٢٠١٥ میلادي کال له اټمي تړونه د واشنګټن د وتلو اعلان وکړ.

د ايران او د نړۍ د شپږو پياوړو هېوادونو ترمنځ د دغه لاسليک شوي تړون هدف د ايران د اټمي پروګرام محدودول و، په بدل کې يې له ايرانه ځيني بنديزونه لیرې کړاى شوي وو.

په واشنګټن کې د منځني ختيځ د چارو په انسټټيوټ کې د ايران د يوې اړوندې پروژې مشر احمد مجيديار وويل:

"د دغو بنديزونو تر څنګ د ايران ٣٠٠ نوي افراد او شرکتونه هم په تور لېست کې شامل کړاى شوي دي."

احمد مجید یار
احمد مجید یار

​د امريکا تازه بنديزونه تر ډېره د ايران د تېلو صادرات، بانکي سيسټم او د ټرانسپورت سکټورونه په نښه کوي.

په دغو بنديزونو کې ٥٠ ايراني بانکونه او مرستندوى شرکتونه، تر ٢٠٠ زيات اشخاص، د انتقالاتو د سکټور کښتۍ، د تهران ملي هوايي شرکت ايران اير او د دغه شرکت تر ٦٥ زياتې الوتکې شاملې کړاى شوې دي.

د بريتانيا په برمنګهم پوهنتون کې د ايران د چارو متخصص سکاټ لوکاس ازادي راډيو ته وويل، د امريکا دغه بنديزونه له هدف‌مندو بنديزونو عمومي تحريمونو ته بدل شوي دي.

نوموړی وايي:

"دا عمومي بنديزونه دي چې هدف‌يې د ايران د رژيم بشپړ نسکورول دي. ځکه نو په پام کې ده تر ٣٠٠ زيات شرکتونه او اشخاص په تور لېست کې شامل کړاى شي."

سکاټ لوکاس
سکاټ لوکاس

ښاغلى لوکاس وايي، د بنديزونو هدف دا دى چې د ايران د تېلو د صادراتو له درکه د ايران د عوايدو دا سرچينه محدوده نه، بلکې په مکمل ډول بنده شي.

واشنګټن اته هېوادونه مستثنی کړي چې د ٢٠١٩ میلادي کال تر مارچ مياشتې پورې د ايران تېل رانيولاى شي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا او اروپايي ټولنې د امريکا د پخوانيو بنديزونو چې د ٢٠١٥ میلادي کال له تړونه مخکې پر ايران لګول شوي وو، ملاتړ کړى و؛ خو د امريکا وروستي مجازاتوونکي اقدامات يو اړخيز ګڼل کېږي.

د ايران د چارو متخصص احمد مجيد يار وايي، د ټرمپ ادارې ته به ګرانه وي چې دغه بنديزونه په شديد ډول عملي کړي، ځکه نړيوال ملاتړ يې کم دى.

خو نور تحليلګران بيا وايي حتى د امريکا دغه يو اړخيز بنديزونه به هم تر يوه حده زيات قوي او شديد وي چې د ايران تجارتي اړيکې، مالي سکټور او په دغه هېواد کې بهرنۍ پانګونه به اغېزمنه کړي.

په وروستيو مياشتو کې په لسګونه غربي شرکتونه، د امريکا د شديدو جريمو له ډاره له ايران څخه وتلي دي.

XS
SM
MD
LG