د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

د انتخاباتو کمېسیون:‌ د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر وړاندې کوم لوی خنډ نه‌شته


د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ټاکل شوې ورځې ته پنځه نیمې میاشتې پاتې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د راتلونکي کال د وري میاشتې په ۳۱مه نېټه د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کېدو په وړاندې کوم لوی خنډ نه‌ویني.

افغان ولسمشر اشرف او د انتخاباتو کمېسیون دواړه ټینګار کړی چې د راتلونکې وري میاشتې په ۳۱مه نېټه به د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۵» یې په کابل کې د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل، پر وخت د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ترسره کولو کې شک نه‎شته.

ولسمشر غني د ناټو له عموموي منشي سره
ولسمشر غني د ناټو له عموموي منشي سره

نوموړی وايي:

"یو ټکی باید څرګند وي. د ولسمشرۍ انتخابات په اعلان شوي وخت او زمان ترسره کېږي. که ځینو کسانو مخکې شک درلود او د پارلماني انتخاباتو په برخه کې خبرې او ابهام موجود و، اوس باید ورته د انتخاباتو په ترسره کولو کې د ملي یووالي د حکومت اراده ثابته شوې وي او په‎دې برخه کې باید شک ونه‌اوسي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم وايي، د ټاکل شوي مهالوېش سره سم د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کېدو ته هر ډول چمتووالی لري.

د دې کمېسیون غړي او ویاند سید حفیظ‌الله هاشمي، د سې شنبې «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۵» په ماښام ازادي راډیو ته وویل، دوی د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د نویو سیستمونو کارول تجربه کړل.

ښاغلي هاشمي همدارنګه د یو شمېر ننګونو یادونه وکړه چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به ورسره د ولسمشرۍ د انتخاباتو په بهیر کې مخ شي.

د انتخاباتو د کمېسیون غړی او ویاند سید حفیظ‌الله هاشمي
د انتخاباتو د کمېسیون غړی او ویاند سید حفیظ‌الله هاشمي

هغه زیاته کړه:

"یو خو د وري تر میاشتې پورې په افغانستان کې هوا سړه ده، طبعاً دا به د انتخاباتو په لاره کې د کمېسیون لپاره یو چلنج وي. د موادو انتقال، د کارمندانو انتقال، د نوم ثبتولو مسئله او د روزنې او ټرېننګ مسئلې هغه څه دي چې په سړه هوا کې ښايي ورسره ستونزې ولرو."

د تلې په ۲۸مه نېټه د ولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره کېدو پر مهال امنیت لویه اندېښنه وه، خو اوس د انتخاباتو کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د امنیتي ستونزو په اړه ډېره اندېښنه نه‎لري، ځکه دا انتخابات د ژمي له تېرېدو سمدستي وروسته ترسره کېږي.

د افغانستان د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د تقلب او درغلیو ادعاوې د دې سبب شوې چې د امریکا متحده ایالات کابل ته د بهرنیو چارو د وزیر په استولو د هغه وخت د مخکښو کاندیدانو اوسني ولسمشر محمد اشرف غني او اوسني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ یو جوړجاړی وکړي چې په نتیجه کې یې د ملي یووالي اوسنی حکومت رامنځته شو.

اوس چې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته پنځه نیمې میاشتې پاتې دي، یوازې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې په راتلونکو انتخاباتو کې به بیا ځان کاندید کړي.

د افغانستان نور سیاسي شخصیتونه، ګوندونه او سیاسي ائتلافونه هم په دې ورځو کې په خپلو بحثونو بوخت دي او تمه کېږي چې په نږدې اوونیو کې به نور کسان د ولسمشرۍ د څوکۍ د کاندیدانو په توګه رامخې ته شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د جمعې په ورځ به د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو د نوم‎لیکنې دقیق وخت اعلان کړي او هغوی به دوه اوونۍ فرصت ولري، څو خپل نومونه د کاندیدانو په توګه ثبت کړي.

XS
SM
MD
LG