د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، په ډاډ سره ویلی شي چې پر ایران د امریکا نوي بندیزونه به ډېر مؤثر وي.
د امریکا متحده ایالات پر ایران د بندیزونو د بیا جاري کېدو نتیجې ته خوشبین دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وایي، دغه بندیزونه به د ایران پر حکومت چې د ده په وینا، په اوس وخت کې په منځني ختیځ کې د یوه بېثباته کوونکي ځواک په توګه عمل کوي، اغېزمن وي.
مایک پامپیو
نوموړي وویل:
"دا هغه څه دي چې ټوله نړۍ باید پوه شي، اروپایي شرکتونو له مخکې خپلې پرېکړې کړي، هغوی پرېکړه کړې چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره سوداګري ونهکړي، موږ ډېر ډاډه یوو چې دغه بندیزونه به د ایران پر رژیم ښه اغېز وکړي."
ښاغلي پامپیو دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د امریکا د خزانې له وزیر سټیفن منوچین سره په واشنګټن کې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.
ښاغلي منوچین وویل چې د ایران مشران باید په سیمه کې د ترورېزم له ملاتړه او ورانوونکو فعالیتونو سمدستي لاس واخلي.
د هغه په وینا، که د ایران رژیم بېثباته کوونکی چلند بدل نهکړي، له مخ په زیاتېدونکې مالي انزوا سره به مخامخ شي.
سټیفن منوچین
منوچین وایي:
"له ۳۰۰ زیات هدفونه په دغو نویو بندیزونو کې په نښه شوي، پر دې سربېره، موږ سلګونه افراد او شرکتونه چې په تېر کې د ګډ عمل او جامع پلان پر اساس له بندیزونو معاف شوي وو، بېرته د بندیزونو په فهرست کې شاملوو، دغه قوي بندیزونه مستقیماً د ایران د بانکدارۍ، انرژۍ او ټرانسپورت سکټورونه په نښه کوي."
د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک ویلي چې له کله چې متحده ایالات په مې میاشت کې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه ووت، دې هېواد د تېلو له درکه شااوخوا دوه ميلیارده ډالر عواید له لاسه ورکړي دي.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پر ایران د امریکا د بندیزونو بیا لګول یو تاریخي اقدام بللی دی.
خو د ایران ولسمشر حسن روحاني د امریکا دغه اقدام یوه اقتصادي جګړه بللې، داسې جګړه چې د ده په وینا، ایران کولای شي چې په وړاندې یې ودرېږي.