د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۹

پر ايران به د امریکا نوي اقتصادي بنديزونه د نومبر په پنځمه عملي شي


د ايران پر وړاندې به د امریکا نوي اقتصادي بنديزونه د نومبر د مياشتې په پنځمه عملي شي.

واشنګټن وروسته له هغه پر ايران بنديزونه وضعه کوي چې له ايران سره د نړۍ د قدرتونو د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې په مې مياشت کې ووت.

خو چين چې د تهران د تېلو تر ټولو لوی مشتري دی، ويلي چې د ۲۰۱۵ کال له اټمي موافقې به سرغړونه نه‌کوي او له ايرانه به د تېلو واردولو ته دوام ورکړي.

پر دې سربېره چې واشنګټن ګواښ کړی چې که چين د امریکا غوښتنه ونه‌مني، په امریکايي بازار کې به د چينايي شرکتونو پر سوداګرۍ بنديز ولګوي، چين دا پرېکړه کړې ده.

په داسې حال کې چې په اسیا کې د ايران د تېلو دوه نور لوی پېرېدونکي هېوادونه جاپان او جنوبي کوریا دي، هغوی له ايرانه د تېلو پېرل بند کړي، خو هندوستان او چین اوس هم له ايرانه تېل پېري چې ويل کېږي، دې اقدام تهران ډاډه ساتلی.

د ايران د ولسمشر مرستيال اسحاق جهانګير د يکشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۸مه وويل، تمه نه‌لري چې د ايران د تېلو صادرات به د ورځې تر یو ميليون بېرله کم شي.

په اپرېل مياشت کې کله چې امريکا پر ايران نوي بنديزونه نه‌وو اعلان کړي، د ايران د تېلو صادرات د ورځې ۲،۵ ميليونه بېرله وو.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هُوا چون يېنګ تېره اوونۍ خبريالانو ته وویل:

"پوښتنه دا ده چې ايا موږ اوس هم اټمي موافقه عملي کوو که نه، په دې اړه د چين دريځ روښانه دی."

چين له ايرانه هره ورځ له پنځو لکو تر اتو لکو بېرله تېل واردوي چې بیه‌یې هره مياشت ۱،۵ ميليارده ډالر کېږي.

متخصصين وايي، چين ښايي د نورو هېوادونو په پرتله د واشنګټن له تهديده ډېر اندېښمن ځکه نه‌وي چې د نړۍ دوهم لوی اقتصاد لري او له مخکې لا له واشنګټن سره په سوداګريزه جګړه بوخت دی.

چين له اروپايي هېوادونو سره پر دې کار کوي چې له ايرانه د ډالر پر ځای په چينايي يوان پېر او پلور وکړي چې د امریکا تر بنديزونو واوړي.

ايران د چين د یوې لارې او یو کمربند پروژې ستراتېژيک شريک هېواد دی چې غواړي په يورو اسیا او افريقا کې د سوداګرۍ لپاره تأسيسات جوړ کړي.

هندوستان تر چين وروسته د ايران د تېلو دوهم لوی پېرېدونکی هېواد دی چې مخکې يې له تهران سره ښې اړيکې لرلې دي.

د هندوستان رسمي دريځ دا دی چې هغه یو اړخيزه بنديزونه نه‌مني چې د ملګرو ملتونو له‌خوا نه‌وي وضعه شوي.

خو نوې ډېلي د واشنګټن د خوشحاله کولو په خاطر په دې وروستيو کې له تهرانه د تېلو واردات کم کړي، خو دا هېواد غواړي واشنګټن‌يې له بنديزونو مستثنی کړي چې وکړای شي، د ايران د تېلو پېرلو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG